د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین دې م.م د یوغوریانو څرنګوالي جوتولو ته پرېږدي


چین: په سینکیانګ کې یوغوري مسلمانان د پولس تر امنیت لاندې د کوچني اختر لمونځ کوي. ۲۶م جون ۲۰۱۷
چین: په سینکیانګ کې یوغوري مسلمانان د پولس تر امنیت لاندې د کوچني اختر لمونځ کوي. ۲۶م جون ۲۰۱۷

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مشرې مېشېل بچېلېت ویلي دي چې له چینه یې غوښتنه کړې چې په ټول هېواد او مشخصاً د سینکیانګ په یوغور خپلواکه سیمه کې د خلکو ورکولو او نیولو د رپورټونو څرنګوالي معلومولو په موخه ورته رسايي ورکړي.

داسې اټکلېږي چې د چین په سینکیانګ ولایت کې شاوخوا یو میلیون یوغور او نور مسلمانان په داسې ځایونو کې ساتل شوي چې چین یې د هغوی د بیا-ښوونې او روزنې مرکزونه خو فعالان یې د بند کیمپونه بولي.

بچېلېت نن(د مارچ ۶مه) په جینیوا کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته خپل تازه رپورټ وړاندې کړ او ویې ویل چې د خلکو حقونو ته د احترام تګلارې به په سینکیانګ کې له ثبات او پرمختیا سره مرسته وکړي. د مذهبي ازادۍ په اړه د ملګرو ملتونو پلټونکي احمد شهید پرون وویل، له چینه یې غوښتنه کړې چې سینکیانګ ته د ورتګ اجازه ورکړي. چين په وروستیو کې ویلي دي چې هڅې یې له سختدریځۍ څخه د غربي ولایت د ژغورلو لپاره دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG