د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د سینکیانګ مسلمانانو او هانګ کانګ په اړه د جي اووه ټولنې بیان رد کړ


د جي اووه ټولنې هېوادونو مشران د جون پر ۱۱مه په برتانیا کې تر غونډې مخکې د انځور اخیستو پر مهال.
د جي اووه ټولنې هېوادونو مشران د جون پر ۱۱مه په برتانیا کې تر غونډې مخکې د انځور اخیستو پر مهال.

په لندن کې د چین سفارت د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي اووه) تازه اعلامیه رد کړې او دا یې د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.

بیجنګ د جون پر ۱۴مه جي اووه ټولنه په داسې حال کې په "سیاسي مداخلې" تورنه کړې چې د اتوار (یکشنبې) پر ورځ یې په برتانیا کې تر سرمشریزې وروسته، په اعلامیه کې چین په سینکیانګ او هانګ کانګ کې د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړ.

چین اوسمهال په سینکیانګ ولایت کې د خپلې تګلارې له وجې له نړیوال فشار سره مخامخ دی.

هلته امریکا په سینکیانګ کې له یوغور او نورو مسلمانانو سره د چین چلند ته د "توکموژنې یا نسل کشۍ" لفظ کاروي.

د جي اووه هېوادونو په ګډ بیان کې راغلي چې "موږ به خپل ارزښتونه (اقدار) پر مخ وړو" او پر چین یې غږ کړی دی چې "په ځانګړي ډول د سینکیانګ په معامله کې دې بنیادي ازادیو او بشري حقونو ته درناوی وکړي" او "هانګ کانګ ته دې هم حقونه، ازادۍ او کورواکي ورکړي."

د دې بیان په غبرګون کې په لندن کې چینايي سفارت ویلي چې جي اووه ټولنه دې د مخالفتونو او ستونزو پیدا کولو پر ځای د نړیوالې همکارۍ د دودولو هڅو ته پام وکړي.

په جي اووه ټولنه کې برتانیا، فرانسه، جرمني، جاپان، اېټالیا، کاناډا او امریکا شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG