د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار یوه جومات کې چاودنې درې تنه وژلي، ۱۵ ژوبل


د جلال اباد ښار یوه برخه - انځور له ارشیفه
د جلال اباد ښار یوه برخه - انځور له ارشیفه

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې چاودنې لږ تر لږه درې کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د روغتون یوه چارواکي فرانس پرېس ته د درېیو مړو او پنځلسو ټپيانو د ورلېږدولو خبره تایید کړې.

هاخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري حنیف مشال راډیو ته ویلي چې چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال د سپین غر ولسوالۍ د تریلې سیمې په جامع جومات کې شوې ده.

د هغه په خبره د ملا امام په شمول ۱۵ لمونځ کوونکي ټپیان شوي.

مخکې دا خبره د سیمې ځینو سرچینو هم مشال راډیو ته کړې وه او ویل یې چې ماین په محراب کې ځای پر ځای شوی وو.

چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی خو د ننګرهار په تېره بیا د سپین غر ولسوالۍ د ترېلي په سیمه کې چې دا پېښه شوې مخکې پکې د داعش یا اسلامي دولت ډلې وسله وال فعاله ول.

په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په جوماتونو کې د لمانځه پرمهال د چاودنو په ګډون یوشمېر بریدونه شوي دي.

د اکتوبر پر ۱۵مه د کندهار د اهل تشیع په یوه جومات کې په ځانمرګي برید کې ۴۷ کسان وژل شوي ول.

تر دې یوه اوونۍ مخکې په کندوز کې د جمعې د لمانځه پر مهال په حمله کې ۴۶ کسان وژل شوي ول. د هغو دواړو بریدونو ذمه واري د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې منلې وه.

XS
SM
MD
LG