د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد او کابل کې چاودنو دوه تنه وژلي او تر ۲۰ زیات یې ژوبل کړي


د جلال اباد ښار یوه برخه - انځور له ارشیفه
د جلال اباد ښار یوه برخه - انځور له ارشیفه

د افغانستان د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د طالبانو پر رېنجر موټرو درې چاودنې شوې دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وایي چې د سېپېټمبر پر ۱۸مه سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال اباد ښار د پينځمې ناحيې اړوند غوچکو سيمه کې د طالبانو پر رېنجر موټر چاودنه شوې، خو چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

دويمه چاودنه چې د ښار د دويمې ناحيې اړوند پر يو رېنجر موټر شوې، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تاييد کړه او وايي يو شمېر کسان په کې سربېرن ټپيان شوي هم دي.

خو د پېښې يو عيني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط نن (سېپټېمبر ۱۸مه) مشال راډیو ته وويل چې تر لومړۍ چاودنې وروسته کله چې طالبان راټول شول، بله چاودنه هم ورباندې وشوه.

د جلال اباد ښار د حوزوي روغتون يوې سرچينې هم د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وويل چې د چاودنې له ځايه ورته ۲۱ ټپيان ور وړل شوي وو چې له ډلې يې دوه کسان د ژورو ټپونو له امله مړه شول.

دې سرچينې وويل چې په ټپيانو کې دوې مېرمنې او يو بل عام وګړی هم شامل دی او پاتې نور طالبان دي.

بل پلو د سېپټېمبر پر ۱۸مه سهار په پلازمېنه کابل کې هم د یو چسپکي بم چاودنې لږ تر لږه دوه کسان ژوبل کړي دي.

تر اوسه چا د دې چاودنو مسوليت نه دی منلی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG