د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې چاودنو ۳ کسان وژلي


پخوانی تصوير - د سپتمبر په میاشت کې طالبان په جلال اباد کې تر یو برید وروسته سيمه ګوري
پخوانی تصوير - د سپتمبر په میاشت کې طالبان په جلال اباد کې تر یو برید وروسته سيمه ګوري

د افغانستان د ننګرهار ولايت په مرکز، جلال اباد کې د نومبر په ۷مه شوو چاودنو کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته ويلي چې چاودنې په سړک کې د ښخو شوو بمونو په واسطه د فارم هډې پل ته څيرمه شوې چې درې ولسي وګړي یې قرباني شوي دي. خو یو عيني شاهد عرفان الله مشال رېډيو ته وويل چې چاودنې د طالبانو په روانو موټرو شوې البته معلومه نه ده چې هغوی ته پکې څه زیان رسيدلی کنه.

تر اوسه چا د دې حملې زمه واري نه ده منلې خو په نيزدې تيرو وختونو کې داعش د ورته بریدونو مسوليت منلی.

د اګست له ۱۵مې راهیسې چې طالبانو د افغانستان حکومت واګي په لاس کې اخیستې، په ننګرهار کې د داعش او طالبانو پر يو بل بريدونه ډير شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG