د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم پوله ناروغان هم په سختۍ سره اوړي


په تورخم کې ناروغ لرونکي کسان شکایت کوي چې په شپو شپو انتظار باسي خو نه شي کولای چې خپل ناروغ پاکستاني روغتونونو ته پر وخت ورسوي.انځور- ارشیف
په تورخم کې ناروغ لرونکي کسان شکایت کوي چې په شپو شپو انتظار باسي خو نه شي کولای چې خپل ناروغ پاکستاني روغتونونو ته پر وخت ورسوي.انځور- ارشیف

پر تورخم لاره پاکستان ته د ناروغانو وړونکي شکايت کوي چې د اسنادو باوجود تر اوږده انتظار تېرېږي او پر وخت روغتونونو ته نشي رسېدلای.

دوی په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ له چارواکو غوښتي چې د ناروغانو په ورتګ کې دې اسانتیاوې ورته برابرې کړي خو د کونسلګرۍ مسوولین وايي په ورتګ کې ستونزه نه شته.

د روان ۲۰۲۱ز کال د مې میاشتې له پينځمې نېټې راهيسې د کورونا د خپرېدو د مخنیوي په موخه د پاکستان حکومت په تورخم پوله د تګ راتګ محدودیتونه لګولي چې له مخې يې افغانان او پاکستانیان کولای شي چې د سفري اسنادو په لرلو سره خپلو هیوادونو ته ولاړ شي، خو ناروغان او هغه افغان محصلین چې په پاکستان کې زده کړې کوي، هغو کولای شول چې د سفري اسنادو په لرلو سره پر تورخم لاره پاکستان ته سفر وکړي.

خو په تورخم کې ناروغ لرونکي کسان شکایت کوي چې په شپو شپو انتظار باسي خو نه شي کولای چې خپل ناروغ پاکستاني روغتونونو ته پر وخت ورسوي.

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی امام دین د اکتوبر په شپږمه نېټه مشال راډیو ته وویل، د تېرو دوه ورځو راهیسې يې ناروغ تورخم ته رسولې، خو لا هم ورته پاکستان ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

"دلته مې په ډاکټرانو باندې دېر وګرځولو، دا پرچې يې راسره شته دی، خو هيڅ علاج يې ونه شو. دا دوه ورځې کېږي چې تورخم ته مې راوستی، امبولانس راته ولاړ دی، پیسې ورته ورکوو، موږ غریب خلک يوو، د دوا پیسې هم موږ سره نشته. قاري صاحب مې راوسته، دا مریض يې ولیدو، راته يې ویلې چې ستاسو د دوه امبولاسونو نومونه نه لیکم، ستاسو مریضان همداسې اړوم، بیا دولس بجې يو ډاکټر راغلو، یو دوه مریضان يې وکتل او موږ چا ورپرېنښودو."

د نعمت الله په نوم يو بل تن چې ناروغ يې تورخم ته وروستی، ورته شکایت لري او وايي:"ما د کنسر مریض پرون راوستی، په دې هوټل کې مې شپه وه، خو تر اوسه نوبت نه دی راغلی. ډاکټر راشي، دوه مریضان وګوري او بیا ولاړ شي، پته نه لګي چې څه وخت راځي. دوه ګېنټې بعد راځي او که یو ګېنټه بعد راځي، دا معلومات موږ ته نه کېږي."

بل لورته په جلال اباد کې د پاکستان جرنل کونسل عابد الله وايي چې د کورونا د خپرېدو د مخنیوي په موخه په تورخم پوله پر تګ راتګ محدویتونه لګېدلي، یوازې هغو ناروغانو ته پر تورخم د اوښتو اجازت شته چې په افغانستان کې يې علاج ممکن نه وي:

"په دواړو هیوادونو کې د کورونا څپه راغلې ده. د دې وجې نه دا سختۍ شته. دا د چا خوښه نه وي چې دلته دې خلکو ته تکلیف وي، مریضان دي تنګېږي، یا بوډاګان دې تنګېږي، خو نن سبا بارډر بند دی. دا یوه کړکۍ چې پرانیستل شوې، دا د هغو سختو ناروغانو لپاره ده چې د هغوی علاج په افغانستان کې ممکن نه وي او د دې ضرورت وي چې پاکستان ته ولاړ شي. دا کړکۍ د هغوی لپاره ده. زه امید لرم چې دا کسان څومره کم وي، یعنې لس دولس نه زیات نه وي، نو هغه به په یوې طریقې سره ولاړ شي، هلته يو ډاکټر ناست دی، هغه يې باقاعده معاینه کوي چې دا واقعي مریض دی او که نه؟"

د ذکر وړ ده طالبانو د اګست په ۱۵مه په افغانستان تر واکمنېدو وروسته څو ځله د تورخم پولې په پرانیستلو د پاکستانيو چارواکو سره غونډې او خبرې کړي، خو تر اوسه يې څه نتیجه نه ده ورکړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG