د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د بلوچستان پوهنتون د دوو زده کوونکو د تری تمېدو خلاف پرلت


د بلوچستان پوهنتون مخې ته احتجاج
د بلوچستان پوهنتون مخې ته احتجاج

د کوټي پر سریاب سړک د بلوچستان پوهنتون د مطالعه پاکستان څانګې د دوو زدکونکو سهېل بلوڅ او فصیح بلوڅ د لادرکه کېدو خلاف د پوهنتون زده کونکیو احتجاج روان دی. دوی د پوهنتون د لوی دروازې په لار کې پرلت وهلی دی.

دغه زدکونکې غوښتنه لري چي حکومت دې د دوی د لادرکو ملګرو د موندلو لپاره زر تر زره اقدامات وکړي. دغه دوه زده کونکې د نومبر پر لومړۍ نېټه د پوهنتون له هاسټله لادرکه شوي دي او لا یې هم پته نه لګېږي.

د بلوچستان پوهنتون یو احتجاج کونکی محمد رمضان مشال راډیو ته وویل: ((زموږ خبره نه اورېدل کېږي، موږ د دې لپاره راوتلي یو چې زموږ خبره دې واورول شي.))

په دې احتجاج کې مل یو بل زده کوونکی وايي چې ترڅو یې غوښتنې نه وي منل شوې تر هغو په ارامه نه کښېني.

د تښتول شوي یوه زده کوونکي سهېل بلوڅ د ترور زوی جهانګیر بلوڅ چې خپله هم زده کوونکی دی، د احتجاج پر مهال له مشال رېډيو سره په خبرو کې وویل، د پوهنتون انتظامي چارواکو ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې ځکه خو دوی په احتجاج راوتي دي.

نوموړی زیاتوي: ((چې کله موږ د پوهنتون د سي سي ټي وي فوټېج وکتل نو کوم وخت چې زموږ خدشه وه چې طالبعلمان دغه وخت پورته شوي دي نو هغه مهال په کېمره کې یوځای له ورایه ښکاري چې تیاره جوړه شي. چې کله مو پوښتنه وکړه چې په سي سي کېمره کې ولې تیاره راغله نو دوی ویل چې بجلۍ نه وه. نو زدکوونکو ورته ویل، دا کېمرې خو د دې لپاره لګېدلې دي چې یوه پېښه پکې ریکارډ شي.))

احتجاج کونکې وایي دغه دوه زده کونکې د پوهنتون د هاسټل نه تښتول شوي دي خو د پوهنتون انتظامیه له دوی سره په دې اړه هیڅ مرسته نه کوي. د دغه پېښې په اړه د بلوچستان پوهنتون انتظامیې تر اوسه څه نه دي ویلي خو صوبایي حکومت یې په اړه یوه کمېټي جوړه کړې ده چې د پېښې تفصیلات به راټولوي او په ۲۴ ساعتونو کې به خپل رپوټ حکومت ته وړاندې کوي.

د دغو دوو زده کونکیو د لادرکۍ خلاف د پوهنتون زده کونکو د نومبر له پينځمې راهیسې احتجاج پېل کړی دې. بلخوا د بلوچستان پوهنتون لخوا په یوه اعلامیه کې له نن (نومبر ۱۰مه) څخه پوهنتون تر نامالومې نېټې پورې د تړلو اعلان کړی چې له عمله یې د نومبر له نهمې څخه کېدونکې امتحانونه هم ځنډېدلي دي.

XS
SM
MD
LG