د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان های کورټ: ډاکټران دې هړتال ختم کړي ګنې پرضد یې ګام اخلو


د بلوچستان په سرکاري روغتونونو کې د ځوان ډاکټرانو کاربندیز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:12 0:00

د بلوچستان په سرکاري روغتونونو کې د ځوان ډاکټرانو کاربندیز

په داسې حال کې چې په بلوچستان کې د ځوان ډاکټرانو ټولنې احتجاج روان دی، په کوټه کې د دې صوبې های کورټ ډاکټرانو ته د احتجاج ختمولو امر کړی دی.

های کورټ نن (نومبر ۵) د صوبې په سرکاري هسپتالونو کې د ځوانانو ډاکټرانو د هړتال او د او پي ډي د سهولت د تړلو په اړه د یوې مقدمې اورېدنه کړی ده.

د های کورټ په چیف جسټس نعیم اختر افغان او جسټس عبدالحمید بلوڅ مشتمل دوه کسیزه بینچ وویل که ډاکټران خپل هړتال سمدلاسه پای ته و نه رسوي نو پرضد به یې قانوني ګام واخیستل شي.

بل خوا د ځوان ډاکټرانو اتحادیې مشر ډاکټراحمد عباس د نومبر پر څلورمه (پرون) په کوټه کي یوه خبري کانفرنس ته وویل چې د حکومت د ناسمو پالیسیو له کبله د روغتیا څانګه برباده شوې ده.

د بلوچستان سرکاري روغتونونو کې د ډاکټرانو کاربندیز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:52 0:00

د بلوچستان د روغتیا سیکتر نورالحق بلوڅ عدالت ته ویلي دي، دوی هڅه کړې چې د ډاکټرانو غوښتنې د خبرو له لارې هوارې کړي خو هغوی او.پي.ډیز تړلي دي چې له کبله یې ناروغان تر سخت کړاو لاندې تېرېږي.

د یادونې وړ ده چې د ځوانانو ډاکټرانو اتحادیې د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د خپلو غوښتنو په حق کې د کوټې په ګډون د صوبې په نور سرکاري هسپتالونو کې د اوپي ډي سهولت تړلی دی.

عدالت د ډاکټرانو او روغتیا د څانګې د چارواکو څخه راپور غوښتی او ویلي یې دي چې د نومبر پر اتمه نېټه به د دغه مقدمې بیا اورېدنه کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG