د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران: نړیوال دې د افغان کډوالو مخه ونیسي


ایران وايي، د افغانستان له خلکو سره دې داسې مرستې وشي چې دوی هم په خپل هېواد کې پاتې شي. انځور- ارشیف
ایران وايي، د افغانستان له خلکو سره دې داسې مرستې وشي چې دوی هم په خپل هېواد کې پاتې شي. انځور- ارشیف

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د نومبر پر نهمه په تهران کې د خبري غونډې پر مهال خبرداری ورکړ که له افغانانو سره مرستې ونه شي کډوال به د اروپا په لور ورمات شي.

وحیدي زیاته کړه چې د افغانستان له خلکو سره دې داسې مرستې وشي چې دوی هم په خپل هېواد کې پاتې شي.

نوموړي په وینا له کله چې طالبانو کابل نیولی دی هره ورځ په زرګونو کسان له افغانستانه د ایران پر پوله وراوړي چې بیا د دې کډوالو یوه برخه د اروپا په لور ځي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت په وینا، ایران اوس هم د درې نیم میلیونه افغانانو کوربه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG