د لاسرسي ځای

تازه خبر

کویډ-۱۹ کنټرول اداره: صوبايي حکومتونه دې د واکسینولو چارې ګړندۍ کړي


زده کوونکو تمبوزکونه وهلي او سکولونو ته روانې دي - د ۲۰۲۱ز د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.
زده کوونکو تمبوزکونه وهلي او سکولونو ته روانې دي - د ۲۰۲۱ز د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.

د پاکستان په مرکزي حکومت کې د کورونا وبا کنټرول ادارې د نومبر پر اتمه د خپلې يوې غونډې په پای کې له صوبايي حکومتونو غوښتي چې له ۱۲ تر ۱۵ کلونو پورې عمر لرونکو زده کوونکو ته د کورونا واکسينو لګولو چارې ګړندۍ کړي.

د دې ادارې په اعلاميه کې خبرداری ورکړل شوی چې په پاکستان کې د هوا له سړېدو سره ښايي هلته د کورونا وايرس مثبتې پېښې زياتې شي.

د خيبر پښتونخوا په صحت محکمه کې د کورونا وبا د څار دفتر مشر ډاکتر اکرام الله د نومبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل، دوی وار له مخه سکولونو او کالجونو ته د صحي ډلو لېږلو او د زده کوونکو د واکسينولو چارې پيل کړې دي.

"زموږ زياته توجه هم نن سبا د زده کوونکو په واکسينولو ده. له تېرو دوه درو مياشتو راهيسې موږ سکولونو ته تګ پيل کړی دی. کوښښ مو دی چې د راتلونکې ډېسمبر مياشت تر پای د صوبې زياتره نفوس واکسين کړو. موږ اضافي صحي ډلې جوړې کړې دي. په بېلا بېلو ضلعو کې د سکولونو او پکې د زده کوونکو تعداد ته په کتو هغوی ته واکسيناټران لېږو. د تعليم محکمې ضلعي افسران سکولونو او کالجونو ته د دې ډلو د تګ او راتګ او د زده کوونکو د واکسينولو په چارو کې مرستې کوي. تياريانې روانې دي، اصلي کمپاين به مو د نومبر له ۲۹مې د ډېسمبر تر ۳۱مې پورې وي."

ډاکټر اکرام الله زياته کړه چې تر دا مهاله د صوبې ۴۰ فيصده اوسېدونکو ته د کورونا واکسينو دواړه خوراکه ورکړل شوي دي.


د شمالي وزيرستان د تعليم محکمې مشر افسر فدا وزير د نومبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې د دوی ټولو سکولونو ته،که د نجونو دي او که د هلکانو، واکسيناټران ورغلي او زده کوونکي يې واکسين کړي دي.

"زموږ په ټولو سکولونو کې د کورونا واکسين کمپاين په کاميابۍ سر ته ورسېد. هېڅ يو ماشوم له واکسينو انکار نه دی کړی. زموږ په ضلع کې د سرکاري سکولونو ټول شمېر ۹۷۸ دی. خو موږ زياتره د مډل او های سکولونو زده کوونکي (نجونې او هلکان) واکسين کړي دي. د صحت او تعليم محکمو اهلکاران به له واکسيناټرانو سره په ګډه سکولونو ته تلل او ماشومان به يې واکسينول."

د مومندو د يکه غونډ های سکول يو استاد جنګرېز خان، چې د سيمې د استادانو د اتحاديې مشر هم دی، وايي چې د دوی د سکولونو او کالجونو زده کوونکي هم تر ډېره واکسين شوي دي.

دی البته زياتوي چې په سکولونو کې له کورونا وايرسه د حفاظت لارې چارې په بشپړه ډول نشي عملي کېدای.

"موږ زده کوونکي مخکې له مخکې پوه کړي وو. دا مهال د واکسيتاټرانو ډلې د بېلا بېلو سيمو سکولونو ته ځي او ماشومان واکسينوي. په لومړي پړاو کې ۱۸ کلنه زده کوونکي واکسين شول او اوسمهال تر هغې د کم عمر لرونکو ماشومانو د واکسين کمپاين روان دی. موږ استادان په دې عمل کې پوره مرسته کوو. کله نه کله يو ماشوم له واکسين اخيستو انکار هم وکړي. خو موږ ورباندې فشار نه راوړو، بلکې له مور او پلار سره يې خبره کوو چې د ماشوم د صحت لپاره يې واکسين ضروري دي. تر څو چې له کورونا وايرسه د حفاظت پر لارښونو د عمل خبره ده، نو هغه ځکه ممکنه نه ده چې په سکولونو کې د ماشومانو حاضري ۱۰۰ فيصده شوې. موږ بيا هم کوښښ کوو چې له وايرسه د حفاظت لارې چارې يو څه عملي شي."

د روغتيا په برخه کې د پاکستان وزيراعظم سلاکار ډاکټر فيصل سلطان د اکتوبر پر اتمه ويلي وو چې د سکولونو هغه زده کوونکي چې عمرونه يې ۱۲ کاله او يا هم تر هغې پورته دي، بايد د نومبر تر ۳۰مې هرو مرو واکسين شي.

نوموړي په خپل بيان کې زياته کړې وه چې د کورونا واکسين د ماشومانو پر صحت هېڅ بد اغېز نه کوي او دا چې د ډېسمبر له لومړې نېټې به يوه ناواکسين شوي ماشوم ته په خپل ټولګي کې د ناستې اجازه نه وي.

XS
SM
MD
LG