د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازموینو ښودلې تر پنځو کلونو ماشومانو ته د کورونا واکسین ورکړل موثره دي


په امریکا کې اوس مهال له ۱۲ کالو څخه د زیاتو ماشومانو لپاره د فایزر واکسینو دوه خوراکونه ورکول کېږي. انځور- ارشیف
په امریکا کې اوس مهال له ۱۲ کالو څخه د زیاتو ماشومانو لپاره د فایزر واکسینو دوه خوراکونه ورکول کېږي. انځور- ارشیف

فایزر او د هغې جرمنۍ همکارې ادارې بایو اېنټېک د امریکا د خوړو او درملو ادارې ( اېف ډي ای) ته د کوېډ ـ ۱۹ ناروغۍ څخه د ماشومانو ژغورنې په خاطر د واکسینو ورکولو په اړه لومړني معلومات سپارلي دي.

درمل جوړونکو د سېپټېمبر پر ۲۸مه وویل، د هغوی ازموینو ښودلی چې له پنځو څخه نیولې تر ۱۱ کلونو ماشومانو ته که د کورونا واکسین ورکړل شي نو دا خوندي او موثره دي.

په امریکا کې اوس مهال له ۱۲ کالو څخه د زیاتو ماشومانو لپاره د فایزر واکسینو دوه خوراکونه ورکول کېږي.

دغو کمپنیو ویلي، د امریکا د خوړو او درملو ادارې ( اېف ډي ای) ته په راتلوونکو اوونیو کې درخواست کوي چې ورته په بیړني ډول، ماشومانو ته د دغو واکسینو ورکولو اجازه ورکړي.

درمل جوړوونکې کمپنۍ دا پلان هم لري چې په اروپا او نوره نړۍ کې هم د درملو ارزوونکو ادارو ته خپل معلومات وسپاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG