د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر د خوشې کولو لپاره مظاهرې پيلوي


د ۲۰۲۱ کال په فرورۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يوې جلسې ته منظور پښتين وينا کوي
د ۲۰۲۱ کال په فرورۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يوې جلسې ته منظور پښتين وينا کوي

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو بنديانو خوشې کولو لپاره په مختلفو ښارونو کې د احتجاجي لړۍ پیلولو اعلان کړی.

د نومبر پر اتمه نېټه، د فېسبوک له لارې په وينا کې د غورځنګ مشر منظور پښتين وويل چې د علي وزير، حنيف پښتين، اوېس ابدال، فهيم او رحمت شاه د خوشې کولو لپاره به په کوټه، ټانک او کراچۍ کې جلسې او لاريونونه کوي.

نوموړي وويل چې د ډېسېمبر پر ۲۶مه نېټه به د سيند اسمبلۍ مخې ته پرلت وهي او که حکومت يې بنديان خوشي نکړل نو بیا به د کوټې ، ډېره اسماعيل خان او خيبر پښتونخوا له لارې اسلام اباد ته لاريون کوي.

د پښتون ژغورنې غړي حکومت په مختلفو مقدمو کې نيولي دي. په دوی کې په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازی علي وزیر هم دی چې د سيند پوليسو ورباندې پروسږ کال د ډېسېمبر په میاشت کې په کراچۍ کې د يوې جلسې پر مهال د رياست او ریاستي ادارو پرضد د وينا مقدمه درج کړې او دی دا مهال د کراچۍ په زندان کې دی.

د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د نومبر پر درېیمه نېټه په جيل دننه اورېدنه وکړه او پر هغه يې فرد جرم ولګولی.

پي ټي اېم څه غواړي؟

د منظور احمد پښتین په مشرۍ پښتون ژغورنه غورځنګ له رياسته غوښتنې لري چې جبري ورک کړي کسان دې عدالت ته راکاږي، په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په مقدمه کې تورن پولیس افسر راو انوار ته دې سزا ورکړل شي، په قبایلو کې دې پر امنیتي پوستو د خلکو ځورول بند کړل شي، سيمه دې له ماينونو پاکه کړل شي او د بدامنۍ او پوځي کاروایانو پر مهال د اوښتو زیانونو په اړه دې د حقایقو معلومولو لپاره یو کميسيون جوړ کړل شي.

بلخوا حکومت وايي په دغو غوښتنو کې يې د ځېنو په پوره کولو لاس پورې کړی دی.

XS
SM
MD
LG