د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا وايي د افغان کډوالو د ميشتولو چارې چټکوي


کډوالو ته د روزنې ټولګی برابر شوی
کډوالو ته د روزنې ټولګی برابر شوی

دامریکا کورني امنیت اداره وایي حکومت به د مهاجرت طریقه کار داسی تنظیم کړی چی دنویو ورغلیو افغانانو د میشتولو چارې ګړندۍ کړي.

د طالبانو له خوا د افغانستان تر نيولو وروسته امريکايي پوځ په لسګونه زره افغانان له هغه هېواده اېستلي او دا مهال ۷۰ زره افغانان امريکا ته رسېدلي دي. هوم لېنډ سکيورټي د نومبر اتمې نېټې په بيان کې ويلي چې هغه افغانان چې د سږکال د جولايي پر ۳۰مه يا تر هغې نېټې وروسته امريکا ته رسېدلي د مستقل استوګني اسناد او کاري اجازت نامو اخيستلو لپاره له اسان طريقه کاره ګټه واخلي.

دوی به فيسونه نه ورکوي چې دا په زرګونه ډالره جوړېږي. د بیان له مخې د هوم لېنډ سکيورټي مشر علي جاندرو مايورکاس ويلي چې دا اقدامات له هغو افغانانو سره د دوی د روان هوډ څرګندوي کوي چې په تېرو دوو لسېزو کې يې له امريکا سره ګرانقدره مرسته کړې او له هغو سره هم چې دا وخت له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG