د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراقي وزیراعظم پر کور د بې پیلوټه الوتکې برید شوی


د عراقي وزیراعظم دفتر په یو بیان کې ویلي چې د بغداد په ګرین زون سیمه کې د وزیراعظم خادمي پر کور راکټي برید شوی دی چې دا د نوموړي د وژنې یوه ناکامه هڅه وه.
د عراقي وزیراعظم دفتر په یو بیان کې ویلي چې د بغداد په ګرین زون سیمه کې د وزیراعظم خادمي پر کور راکټي برید شوی دی چې دا د نوموړي د وژنې یوه ناکامه هڅه وه.

د عراق وزیراعظم مصطفا الخادمي پر کور د نومبر پر اوومه د بې پایلوټه الوتکې برید شوی چې پکې نوموړي ته ځاني زیان نه دی رسیدلی.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې ده چې د ایران ملاتړ لرونکو ملېشو لخوا د تیرې میاشتې د پارلیماني انتخاباتو نتیجو ردولو پر سر ترنګلتیا پیدا شوې ده.

د عراقي وزیراعظم دفتر په یو بیان کې ویلي چې د بغداد په ګرین زون سیمه کې د وزیراعظم خادمي پر کور راکټي برید شوی دی چې دا د نوموړي د وژنې یوه ناکامه هڅه وه.

په ګرین زون کې زیاتره حکومتي ادارې او سفارتخانې دي.

د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې. وزیراعظم خادمي پر ټویټر له خلکو د عراق لپاره د ارامه اوسیدو غوښتنه کړې ده. امریکا د پېښې غندنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG