د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې پاکستانی سفیر وايي، له ټي ټي پي سره په خبرو اترو نه دی خبر


 کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان

افغانستان کې د سږني کال د اګست میاشت په نیمايي کې د کابل د طالبانو لاس ته تر لوېدو وروسته د نړۍ ډېری هېوادونه په هغه هېواد کې نه یوازې خپل سفارتونه وتړل، ځينو هېوادونو د خپلې سفارتي عملې شمېره راکمه کړې ده او ځينو بیا خپله ټوله عمله له کابله ایستلې ده، ځینو غربي هېوادونو خپل سفارتونه د منځني ختیځ هېواد قطر ته منتقل کړي دي.

خو په کابل کې د یوڅو هېوادونو ترڅنګ پاکستان هغه هېواد وو چې نه يې سفارت وتړلو او نه يې په خپله سفارتي عمله کې کمښت راوستو، بلکې له هغه هېواده يې په زرګونو افغانانو او د نورو هېوادونو د وګړو لپاره د ويزو ورکولو سلسله برقراره وساتله، دا هر څه په کابل کې د پاکستان د سفیر منصور احمد خان تر مشرۍ لاندې کېدل او کېږي.

منصور احمد خان اوس هم کابل کې موجود دی او په دې هڅو کې دې چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ ولسي او تجارتي تعلقاتو ته وده ورکړې، خو په دې نېږدو کې د واړو هېوادونو ترمینځ د سرحدي لارو د بندېدو له امله افغان ولس له سختو ستونزو سره مخامخ وو او له څه مودې راهیسې د پاکستان د ويزو باوجود د خارجه او داخله چارو پاکستاني وزارتونو افغانانو لپاره د داخلې پرمټ یا اجازت نامې شرط ايښی وو.

د مشال رېډیو خبریال مجید بابر په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې پاکستان ته له افغانستان پر ټولو تلونکو لارو به تګ راتګ کله پيلېږي؟

ځواب: اوس په دې نېږدو کې چې د خارجه چارو وزیر شاه محمود قريشي کابل ته راغلې وو، نو د هغې دورې پر مهال پاکستان د پولو نه اوړېدو لپاره د خارجه چارو د وزارت نه د اجازت نامې شرط ختم کړو، اوس مو په تورخم او په سپین بولدک تګ راتګ خلاص کړو، د چمن سرحدي پوله په اصل کې افغان لوري بنده کړې وه، او زما په فکر هغه يې هم له دې وجې بنده کړې وه چې پاکستان نه يې د تګ راتګ د سهولتونو ورکولو غوښتنه کوله، بیا د دواړو لورو د چارواکو ملاقاتونه وشول، ما هم د طالبانو د خارجه چارو وزیر امیر خان متقي سره په دې حواله ملاقات کړی وو او د نومبر په دويمه چې کومې خبرې اترې وشوې نو اوس د سپین بولدک پوله د خلکو او تجارت لپاره مکمله خلاصه شوه.

پوښتنه: د چمن نه دا راپورونه دي چې خلک صرف په تذکره هم تګ راتګ کولی شي، بله د غلام خان او انګور اډه په پوله به خلک څنګه تګ راتګ کوي؟

ځواب: د سپین بولدک په پوله به ځاي خلکو له کلونو راهیسې په تذکرو تګ راتګ کولو او یا هغه خلکو له چا سره به چې پاسپورټونه ول، دغلته د ځايي خلکو نه علاوه په زرګونو داسې خلک دي چې په پوله د سامانونو اړولو راړولو مزدورۍ کوي، نو نن د نومبر په دويمه چې کومه پرېکړه شوې ده، د هغې له مخه تذکرو واله، پاسپورټونو او ویزو لرلو واله او هغه کسان چې مزدورۍ کوي په پوله تګ راتګ کولې شي، او بله دا چې اوس به مال وړونکي ټرکونه ډېر انتظار نه کوي، تر کومه چې د نورو سرحدي لارو لکه غلام خان، انګور اډه، باديني او یا د خرلاڅو خبره ده، نو په دغو لارو زیاتره تجارتي تګ راتګ کېږي او په ډېر کمه شمېره پرې عام ولس تګ راتګ کوي، خو اوس د پاکستاني حکومت دا تګلاره ده چې په دې لارو په سفري اسنادو تګ راتګ شروع شي، نو زموږ دا هڅه ده چې د سفري اسنادو له وجې به د خلکو ریکارډ هم ساتل کېږي او يو سهولت به هم ملاو شي.

پوښتنه: منصور احمد خان مخکې به مو په سفارت کې په عادي توګه ويزې ورکولې او په زرګونو افغانانو ته مو ويزې ورکولې اوس تاسو د ان لاين ويزو نظام شروع کړی دی، نو اوس د ورځې په حساب ستاسو د ویزو ورکولو څه حد دی؟

ځواب: له ان لاین نظام سره اوس په ويزو اخیستو هر ډول محدوديتونه ختم شول، اوس ويزه اخیستل نور هم اسان شو. اوس د ورځې په حساب سره زموږ صلاحیت تر څلورو زرو ويزو ورسیدو، خو که څوک د علاج لپاره پاکستان ته تګ غواړي او یا په طبي بنیادونو ورته په بیړنۍ توګه پاکستان د تګ ضرورت وي یا څه بله ضروري وجه وي نو داسې خلکو ته د زر ویزو ورکولو صلاحیت اوس هم په کابل کې سفارت سره شته.

پوښتنه: منصور احمد خان، د تحریک طالبان د وسله والو او د مشرانو لکه خراساني او د نورو مشرانو په افغانستان کې د موجودګۍ خبره کېږي، آیا له افغان طالبان سره پاکستان ته د هغوی د سپارلو په اړه څه خبره شوې ده، بله دا هم ويل کېږي چې حقاني شبکه د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت ترمینځ د خبرو اترو لاره هواره کړې، نو دا خبرې اترې اوس له چا سره کېږي، کوم ځای کېږي او څوک یې منځګړتوب کوي؟

ځواب: تر کومه چې د خلکو د سپارلو خبره ده، پاکستان په باقاعده توګه دا غوښتنه له افغان چارواکو کړې ده، هغه کسان چې په پاکستان کې په جرمونو ککړ دي نو موږ د دا ډول کسانو د نومونو فهرستونه افغان چارواکو له ورکړي دي چې دا کسان موږ ته راوسپاري، خو دا ډول معاملات او خبرې په سفارتي توګه د کولو وي، اوس افغانستان کې واک بدل شوی دی، نو دا خبرې به اوس له افغان چارواکو سره د امنيتي معاملاتو لپاره جوړ کړل شوي فورم باندې کېږي، دغه فورم کې به په پوځي او استخباراتي معاملاتو هم خبرې کيږي، نو هغه فورم کې به دا خبرې په مکمل تفصیل سره کوو، تر کومه چې د پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو خبره ده نو دا د پاکستاني حکومت اختیار دی چې چا له سره او کوم ځای کې خبرې کوي، دا ډول خبرې اترې امنيتي ادارې کوي او هم هغوی به په دې اړه پرېکړې هم کوي، په سفارتي توګه دا خبرې نه کېږي.

پوښتنه: نو دا خبرې اترې افغانستان کې دننه روانې دي، تاسو د دې خبرې پخلی کوئ؟

ځواب: ګوره په افغانستان کې دننه د دې خبرو اترو په اړه ما ته څه مالومات هم نشته او زه څه ويل هم نه غواړم، خو زه دا ويل غواړم چې دا د پاکستاني حکومت او امنيتي ادارو خوښه او اختیار دی چې هغوی له چا سره خبرې کول غواړي او له کومې ډلې سره خبرې نه کول غواړي.

پوښتنه: تر دا مهاله د طالبانو حکومت چا په رسمي توګه نه دی منلی، نو ستاسو سفارت د کوم سفارتي قانون له مخه په افغانستان کې فعالیت کوي؟

ځواب: زما په فکر دا مهال په افغانستان کې زموږ فعاليت د بشري مرستو او تجارتي ماملاتو په چوکاټ کې دی، تر کومه چې په رسمي توګه د طالبانو د واکمنۍ د منلو معامله ده نو پاکستان هم د نړيوالې ټولنې برخه ده، موږ له سیمه ایزو هېوادونو او ګاونډیانو سره په دې اړه په رابطه کې يو، د پاکستان حکومت به په رسمي توګه د طالبانو د واکمنۍ د منلو پرېکړه له نړيوالې ټولنې سره په ګډې همکارۍ کوي.

پوښتنه: په دې نېږدو کې ستاسو له ډېرو افغان سیاستوالانو سره ملاقاتونه وشول، داسې راپورونو ول چې تاسو دا ملاقاتونه د يو ټولشموله حکومت لپاره کول، چې پکې د هر چا نمايندګي وي، خو ستاسو هغه خبره و نه منل شوه؟

ځواب: ګوره د واک له بدلېدو پس له موجوده افغان حکومت سره د نړيوالې ټولنې چې کومې خبرې اترې روانې دي، یا له دوی سره کومه ښکېلتیا ده ، نو نړي واله ټولنه هم په دې ټينګار کوي چې موجوده حکومت کې نورو خواوو ته نوره زیاته نمايندګي ورکړل شي. خو په دې اړه د افغان طالبانو دريځ کې لږ فرق دی، هغوی وايي چې په حکومت کې ازبکو، تاجکو او هزاره ګانو ته وار له مخه ځاي ورکړل شوې دی، خو نړیواله ټولنه وايي چې افغانستان يو کثیر انسل هېواد دی او د طالبانو نه علاوه نور سیاسی قوتونه هم شتون لري نو په موجوده سياسی نظام کې دې هغه قوتونو له هم برخه ورکړل شي.

پوښتنه: منصور احمد خان دا مهال په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې یا د پیښور په قونسلګرۍ کې د افغان طالبانو استازي موجود دي او کار کوي که څنګه؟

ځواب: په پاکستان کې افغان سفارت او قونسلګرو کې د موجودو سفارت کارانو کره شمېره خو نه شم ويلی، خو افغان طالبانو چې هلته کوم چارواکي استولي دي، هغوی دا مهال انتظامي او د قونسلګرۍ چارې تر سره کوي، هغوی دا مهال دغه معاملات پر مخ بوځي، ډېر داسې پاکستاني وګړي دي چې هغوی د تجارت یا نورو چارو لپاره افغانستان ته سفرونه کوي، نو دا سفارتي چارواکي له هغوی سره مرسته کوي او څوک چې افغانستان ته راځي نو هغوی د اسلام اباد، پېښور، کراچۍ او کوټې نه ويزې اخلي.

XS
SM
MD
LG