د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې له چادونو او ډزو ۱۵ تنه مړه، ۳۴ نور ژوبل


کابل کې د نننۍ چادونې یو ژوبل په سټرېچر کې روغتون ته وړل کېږي. ۲۰۲۱، ۲م نومبر
کابل کې د نننۍ چادونې یو ژوبل په سټرېچر کې روغتون ته وړل کېږي. ۲۰۲۱، ۲م نومبر

د نومبر پر دوهمه (نن) د کابل یوه پوځي روغتون ته څېرمه په دوو بمي چادونو او ډزو کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت امنیتي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دغو چاودنو کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ژوبل دي.

د کابل اوسېدونکیو د پېښې له ځایه داسې عکسونه خپاره کړي دي چې پکې د سردار محمد داود خان پوځي روغتون له پاسه لوګی ترسترګو کېږي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي چې چاودنه د دغه روغتون له دروازې سره نیږدې شوې ده.

د کابل سردار داود ۴۰۰ بستر لرونکی پوځي روغتون دی. د دغه روغتون یوه ډاکټر اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې د روغتون له لومړنۍ چوکۍ سره نږدې یوه لویه چاودنه شوې ده او دوی ته ویل شوي دي چې خوندې کوټو ته دې ولاړ شي.

د داخله چارو د وزارت ویاند قاري سعید خوستی وایي د طالبانو خاص عسکر د پېښې ځای ته رسېدلې دي خو د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه یې تفصیل نه دی ورکړی.

تر اوسه چا د دغه پېښې زمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG