د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې چاودنې څلور کسان وژلي او شپږ ژوبل کړي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان د کراچۍ ښار په ناظم اباد سیمه کې په یوه چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه ناوخته شوې ده او له پیښې وروسته په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر راجه عمر خطاب خبريالانو ته وویل، لومړني معلومات ښيي چې دا د سي این جي ګیس د سلینډر چاودنه وه خو متعلقه امنیتي ادارې د حقایقو معلومولو لپاره نورې پلټنې هم کوي.

د کراچۍ دعباسي شهيد روغتون مشر ډاکټر عارف احمد مشال راډیو ته ویلي چې مړه او ژوبل کسان سوځیدلي دي او په ټپیانو کې د درو طبي وضع د انديښنې وړ ده.

د سیند لومړي وزیر مراد علي شاه په پیښه خواشیني څرګنده کړې او په دغه اړه یې د پلټنو امر کړی دی.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په کراچۍ کې داسې پیښې مخې ته راغلي چې پولیسو او امنیتي ادارو یې په لومړیو وختونو کې علت د ګیس سلنډر چاودنه یا د برېښنا شارټي بللې خو وروسته یې بیا منلې چې دغه ترهه ګر بریدونه وو.

په کراچۍ کې روان کال د اپریل په اوومه، په ګلستان جوهر سيمه کې يوې بمي چاودنې درې کسان وژلي او نور پنځه یې ټپیان کړي وو . دغه شان د اګست په ۱۴مه په بلدیه سیمه کې په یو لاسي بمي برید کې د یوې کورنۍ ۱۳غړي وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG