د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې چاودنې یو پولیس وژلی، ۱۷ کسان ژوبل


Locator Quetta Map Pashto
Locator Quetta Map Pashto

د بلوچستان په مرکز کوټه کې په چاودنه کې یو پولیس سرتېری وژل شوی او د ۱۳ پولیسانو په ګډون ۱۷ کسان ژوبل شوي دي.

پولیس وايي، چاودنه د اکتوبر پر ۱۸مه د بلوڅ زده کوونکو سازمان (بي اېس او) له احتجاجي پرلت سره نېږدې شوې ده.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د پولیسو یوه ویاند شهزاده فرحت مشال راډیو ته وویل، بم په یوه موټر سایکل کې ایښی وو چې د پولیسو له ګاډي سره نېږدې درېدلی وو.

بلوڅ سټوډنټس ارګنایزېشن (بي اېس او) د بلوچستان پوهنتون مخې ته د هغو نورو مظاهره کوونکو په ملاتړ پرلت پیل کړی چې د صوبې په هوشاب سیمه کې د دوو ماشومانو د وژنې د پلټنو غوښتنه کوي.

مظاهره کوونکي له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې په کوټه کې د بلوچستان د اعلا وزیر دفتر مخې ته ناست دي او وايي، د هوشاب د پېښې په اړه دې د بلوچستان های کورټ د جج په مشرتابه کې یو عدالتي کمېشن جوړ شي چې د پېښې په اړه ټول ریښتیا ولس ته ښکاره شي.

د اکتوبر پر ۱۰مه نېټه له کوټې څخه ۷۶۵ کیلومیټره لیرې سوېل ختیځ لوري ته د بلوچستان د تربت په هوشاب سیمه کې په یوه کور کې چاودنه شوې ده چې له امله دوه ماشومان، چې خور او ورور ول، وژل شوي او بل ماشوم ټپي شوي وو.

د چاودنې پرضد د وژل شویو ماشومانو خپلوانو لومړی په تربت کې احتجاج کړی وو اوغوښتنه یې کړې ده چې د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته شي خو هلته د ضلعي چارواکو سره د خبرو تر ناکامۍ وروسته یې دغه مړي کوټي ته یووړل او له تېرو پینځو ورځو راهیسې دلته د وزیراعلا د ودانۍ پر لور تلونکې لویه لار کې یې مړي ایښي او پرلت یې روان ساتلی دی.

د پرلت زیاترو برخه والو سرحدي عسکرو ته ګوته نیولې او ویلي دي چې له بهره د راکټ ګوله راغلې ده چې له امله یې په اغېزمن کور کې چاودنه وشوه او په نتیجه کې دغه دوه ماشومان وژل شوي دي.

په دې اړه په تربت کې د کېچ ډپټي کمشنر له بهره د راکټي برید خبره رد کړې ده او ویلي دي چې له لومړني پلټنو څخه داسې برېښي چې چاودنه په کور کې دننه د لاسي بم څخه هغه وخت شوې وه کله چې ماشومانو په دې لوبي کولې خو د ماشومانو خپلوان د ډي سي خبرې نه مني.

په بلوچستان کې له کلونو راهیسې بېلا بېلې وسله والې ډلې فعاله دي چې بریدونه کوي. په هغه صوبه کې بلوڅ ملتپاله ډلې اکثر پر امنیتي ځواکونو او حکومتي ودانیو او سختدریځه اسلامپالې ډلې د اهل تشیع هزاره لږکیو په ګډون پر ولسي وګړو حملې کوي.

XS
SM
MD
LG