د لاسرسي ځای

تازه خبر

مستونګ کې نهه وسله وال وژل شوي


د ادارې په خبره دا عملیات یې د مستونګ ضلعې په روشي سیمه کې کړي.
د ادارې په خبره دا عملیات یې د مستونګ ضلعې په روشي سیمه کې کړي.

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکي ادعا کوي چې په مستونګ ضلع کې يې د عملیاتو پر مهال نهه وسله وال وژلي دي.

د هغوی په خبره دا عملیات یې د مستونګ ضلعې په روشي سیمه کې کړي.

په کوټه کي د اکتوبرپر ۲۳مه د یادې ادارې د ویاند لخوا په جاري کړل شوي بیان کې ويل شوي چې دا وسله وال له امنيتي ځواکونو سره د ډزو پر مهال وژل شوي دي.

په بیان کې ادعا شوې چې د دې عملیاتو پر مهال یې د يو کالعدم وسله والې ډلې کيمپ ختم کړی او درنه وسله یې هم نیولې ده.

په بیان کې د وژل شویو د پېژندګلوۍ او د ناقانونه پېژندل شوې ډلې نوم نه دی اخیستل شوی.کومې وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG