د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ګرانۍ د زياتېدو وجوهات څه دي؟ 


د اقتصادي چارو پوهان وايي، د ګرانۍ يوه غټه وجه په نړيوال مارکيټ کې د تېلو نرخ کې زیاتوالی دی. انځور-ارشیف  
د اقتصادي چارو پوهان وايي، د ګرانۍ يوه غټه وجه په نړيوال مارکيټ کې د تېلو نرخ کې زیاتوالی دی. انځور-ارشیف  

په پاکستان کې عام ولس شکايت کوي چې د خوراکي توکيو پرله پسې ختونکو بییو/نرخونو ولس له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

په ټولنيزو رسنيو خلک د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف اوسني حکومت په وخت کې د خوراکي توکيو لکه د تېلو او بجلۍ نرخونه د مخکیني حکومت له نرخونو سره پرتله کولو په باب وايي چې په قيمتونو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ فيصده پورې اضافه شوې ده خو په تنخاګانو او امدن کې بيا دومره زياتوالی نه دی شوی چې د ګرانۍ مقابله پرې وکړي.

په پاکستان کې له تېر څه وخت راهيسې د ډالر په مقابله کې روپۍ خپل ارزښت بایلي او د اکتوبر تر ۲۰مې په هغه هېواد کې يوډالر په څه باندې ۱۷۲روپۍ ته ختلی.

د دې ترڅنګ د هغه هېواد مرکزي حکومت د اکتوبر پر ۱۶مه د ډيزلو په يوه ليټر نرخ کې ۱۲روپۍ ۴۴ پيسې، د پټرولو په نرخ کې ۱۰ روپۍ ۴۹ پیسې او د بجلۍ په يوه يونټ کې یې یوه روپۍ ۳۹ پیسې اضافه وکړه.

دا چې په پاکستان کې ګراني ولې ده؟ وجوهات يې څه دي؟ او حل يې هم شته او که څنګه؟

په اسلام اباد کې خبريال او د اقتصادي چارو پوه سيد مهتاب حيدر يې په اړه وايي چې د ګرانۍ يوه غټه وجه په نړيوال مارکيټ کې د تېلو نرخ کې زیاتوالی دی.

"پاکستان چې يو زرعي ملک دی خو د دې باوجود موږ غنم، بوره (چيني)، دالونه او تر دې چې پمبه (مالوچ) هم درامدوو او په تېر يوه کال کې يې بل (پیسې) تر اته اربه ډالرو زيات وو. په نړيوال مارکيټ کې چې د شېانو نرخونه زيات شول نو په پاکستان کې هم نرخونه بره وختل. بل دا چې کله پاکستان د پیسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) پروګرام ته ولاړ نو حکومت د ډالر په مقابله کې د روپۍ نرخ ډېر راکم کړو چې ورسره ګراني زياته شوه. بله دا چې د خلکو په امدن کې د څه اضافې پرته حکومت د ګيس او بجلۍ نرخونه زيات کړل نو له دې وجې هم ګراني زياته شوه."

د حکومت له خوا په نرخونو کې د اضافې او ګرانۍ پرضد له اپوزيشن ګوندونو سره سره وکيلانو هم د خيبر پښتونخوا په ځينو ښارونو کې مظاهرې وکړې او وينا يې وه چې حکومت د هېواد معيشت تباه کړی او ولس د خپلې ډوډۍ لپاره فکر وړی دی.

خو د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد د اکتوبر پر ۱۸مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې په ټوله نړۍ کې د تېلو او خوراکي شيانو بیې لوړې شوې نو اغېز یې پر پاکستان هم شوی دی، خو حکومت يې پوره هڅه کوي چې ګراني قابو کړي.

د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د اقتصادياتو استاد ډاکټر معراج الحق وايي د ګرانۍ يوه وجه د پاکستان په درامداتو او برامداتو کې فرق هم دی.

نوموړی وايي پاکستان هر کال د نړۍ له نورو ملکونو تر ۴۶ اربه ډالرو پورې شیان راغواړي او تر ۲۲ اربه ډالرو پورې درامدات لري، یانې د پاکستان په درامداتو او برامداتو کې نيم په نيمه فرق دی.

معراج الحق وايي د حکومت دا خبره چې د نړۍ پرمختللي هېوادونو کې هم د خوراکي توکيو بيې لوړې شوي نو دا خبره يې تر یو څه ځایه سمه ده خو په هغه هېوادونو کې نه یوازې د خلکو ورځنی امدن زيات دی بلکې حکومت ورله د صحت او تعليم ترڅنګ يوشمېر نورې اسانتياوې هم ورکړي دي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف حکومت څه ډول په ګرانۍ کې کمی راوستلای شي؟ دې پوښتنې په ځواب کې د اقتصادي چارو پوه ډاکټر قيصر بنګالی وايي:

"د خام مال نرخ چې زيات وي او له هغې چې کوم مصنوعات جوړ شي نو ظاهره ده چې نرخ به يې زيات وي لکه د تېلو نرخ زياتېدو لوجې شیان چې د ټرکونو له لارې منډيانو ته وړل کېږي نو خرڅ پرې زيات راځي. نو دا خو صحيح ده چې د نړيوال مارکيټ نرخونه د حکومت له کنټروله بهر دي خو که دوی خپلې غير ترقياتي او خصوصا دفاعي لګښتونه (خرچې) راکم کړي، له زياتو خلکو نه ټيکسونه واخلي او هغه سبسډيانې چې د عام ولس پرځای يوې مخصوصې طبقې ته يې ګټه رسي که هغه ختمې کړي نو تر څه حده په ګرانۍ قابو موندلی شي."

د ای اېم اېف د شمېرو ترمخه چې په پاکستان کې سړي سر کلنۍ ګټه یې د خپلو ګاونډي ملکونو لکه هند او بنګله دېش په مقابله کې کمه ده. په هند کې د يوه تن کلنی امدن ۱،۹۰۰ ډالره، په بنګله ديش کې شاوخوا ۲،۰۰۰ او په پاکستان کې شاوخوا ۱،۲۰۰ ډالره ده، کومه چې په ۲۰۱۸ز کال کې شاوخوا ۱،۵۰۰ ډالره وه.

د سياسي چارو شنونکي وايي چې وزيراعظم عمران خان په ۲۰۱۸ز کال کې د انتخاباتو کمپاین پرمهال له ولس سره په ګرانۍ قابو راوستو او د کرپشن ختمولو وعدې کړې وي او خلکو ته يې اميدونه ورکړي وو خو اوس چې ګراني مخ پر زياتيدو ده نو د خلکو اميدونه او تمې نه پوره کېدو یې غوسه راپارولې دي.

XS
SM
MD
LG