د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تهران غونډې ځینو برخوالو په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه


د تهران غونډې برخوال
د تهران غونډې برخوال

د افغانستان ګاونډيو هېوادونو په تهران کې د افغانستان په باب غونډه لرله چې څنګه دغه جنګ ځپلي هېواد کې د حکومتي بدلون په غبرګون کې خپل کارونه همغاړي کړي.

دې غونډه کې د روسیې په ګډون د افغانستان شپږ ګاونډيو هېوادونو ایران، پاکستان، چین، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ګډون وکړو. طالبان په ناسته کې نه وو خو د چین او روس استازو په انلاین بڼه پکې برخه واخیستله.

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ویډیولینک له لارې وړاندیز وکړ چې د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره په کابل کې د طالبانو له حکومت سره د ګڼ-اړخیزه سازمانونو لکه ملګرو ملتونو او شانګهای همکارۍسازمان همکاري کارول پکار ده. نوموړي پر طالبانو ږغ وکړ چې له ترهګرو ډلو سره دې واټن وساتي او د دې ډلو پروړاندې جنګ کې دې برخه واخلي.

غونډې ته د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امير عبداللهیان وویل، طالبان د خپلو ګاونډیانو له پولې سره د امنیت ساتلو مسولیت پر غاړه لري، نوموړي په کابل کې د ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه، تر دې وړاندې دا غوښتنه تاجکستان هم تکرار کړې وه. د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مخرالدین په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د غوښتنې په تکرارولو سره وویل چې تاجکستان نه غواړي په افغانستان کې یو داسې حکومت په رسمیت وپېژني چې د ټولو ولسونو رایو ته د پام کولو پرته د زور کارولو له لارې راغلی وي. مخرالدین اندېښه څرګنده کړه چې د افغانستان شمال پلوته د تاجکستان له پولې سره ترهګرې ډلې راټولېږي.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم دې کنفرانس ته په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د اقتصادي ثبات لپاره له هغه هېواد سره پر مالي مرستو ټینګار وکړ. د نوموړي په وینا په افغانستان کې د فعالو وسلوالو حضور د نړۍ لپاره یو خطر دی او پکار ده طالبان په افغانستان کې د وسلوالو د فعالیتونو مخه ونیسي.

او د روس خارجه وزیر وویل سیمه اییز ملکونه دې امریکايي او نېټو ځواکونو ته په خپله خاوره د پاتې کېدو اجازت نه ورکوي.

د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه د روس خارجه وزیر سرګې لاوروف د تهران غونډې ته د وډیو کانفرنس له لارې وویل چې د افغانستان ګاونډيان دې په خپلو ملکونو کې د امریکا او ناټو ځواکونو هېڅ ‌ډول موجودګي نه پرېږدي.

د رویټرز رپورټ وايي ماسکو نه یوازې په سیمه کې د ترهګرۍ د خپرېدو په اړه تشویش لري بلکې دا هم نه غواړي چې په سیمه کې د امریکا او د نورو مغربي ملکونو اثر زیات شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG