د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا خارجه وزیر د سوډان له لېرې کړي وزیراعظم سره وغږېد


د سوډان لېرې کړای شوی صدراعظم، عبدالله حمدوک
د سوډان لېرې کړای شوی صدراعظم، عبدالله حمدوک

د امریکا بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن د سوډان له لېرې کړي وزیر اعظم، عبدالله حمدوک سره خبرې وکړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند، نېډ پرایس وویل، خارجه وزیر انتوني بلېنکن د سوډان لیرې کړي وزیر اعظم عبدالله حمدوک د خوشې کېدو هرکلی وکړ او د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه په ټیلیفوني تماس کې یې د سوډان له پوځي چارواکو یو وار بیا غوښتنه وکړه چې د سوډان ټول ملکي رهبران له حراسته خوشې او د دوی خوندیتوب یقیني کړي.

نېډ پرایس وايي، بلېنکن په افریقایي هېواد سوډان کې د پوځ له خوا پر واک د ولکې پر ټینګولو 'ژوره اندېښنه' وښوده او له پوځه یې غوښتنه وکړه چې د مظاهره چیانو پر وړاندې له زغمه کار واخلي.

پرایس هغو نړیوالو غبرګونونو ته هم اشاره وکړه چې د پوځ دغه اقدام یې غندلی او د سوډان د خلکو د هغې غوښتنې ملاتړ یې کړی چې د ملکي رهبرۍ، جمهوریت او سولې لپاره یې مطرح کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سولېوان ویلي، د امریکا د متحدو ایالاتونو د ولسمشر جو بایډن اداره د پوځي واکمنۍ په ځواب کې د ټولو اقتصادي لارو چارو په کار اچولو باندې غور کوي او په دې اړه د خلیج له هېوادونو سره په نږدې تماس کې ده.

د جو بایډن ادارې له وړاندې اعلان کړی چې د ۷۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت یې له سوډان سره خپلې مرستې ځنډولي دي.

نورو غربي هېوادونو هم په سوډان کې د پوځ له خوا شوې کودتا غندلې او د کابینې د نیول شوېو وزیرانو د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغو هېوادونو ویلي، که پوځ د سوډان ملکي مشران په واک کې راشریک نه کړي، دوی به خپلې مرستې ورسره بندې کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې د سوډان په باب یې غونډه کړې ده، کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.

د سوډان د وسله والو ځواکونو مشر او د کودتا رهبر، جنرال عبدالفتاح برهان ویلي، پوځ د کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره تېره دوشنبه پر قدرت ولکه ټینګه کړه.

پر قدرت د ولکې تر ټینګولو وروسته برهان په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وویل، ملکي واکمنۍ ړنګه شوې، سیاسي مشران نیول شوي او بېړنی حالت ځکه اعلان شوی چې سیاسي ډلو، ولس د امنیتي ځواکونو پر وړاندې پارولی.

که څه هم سرتېرو په پرله پسې ډول د دوشنبې په ورځ ډزې وکړې او ګڼ کسان یې ووژل، خو بیا هم پرون د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې په زرګونو کسان په احتجاج لارو سړکونو ته راووتل.

په سوډان کې جمهوريت ته د تلو بهیر تر هغه دوه کاله وروسته پیل شو چې د پاڅونونو په نتیجه کې مستبد مشر، عمر البشیر چې له اوږدې مودې راهیسې واکمن و، له واکه وپرځول شو.

له واکه د بشیر تر پرځېدو وروسته پوځ او ملکي رهبرانو د قدرت شریکولو موافقه وکړه، چې له مخې یې بشپړې ملکي واکمنۍ او ټاکنو ته زمینه برابرېده.

په سوډان کې دا کودتا داسې وخت وشوه چې ټاکل شوې وه، تر یوې میاشتې لنډه موده کې جنرال عبدالفتاح برهان واکمني د «حاکمیت شورا» ته وسپاري چې له ولسي رهبرۍ سره د قدرت د شریکولو یو ارګان دی، خو برهان د اکتوبر پر ۲۶مه د دغې شورا د ختمولو اعلان وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG