د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن ـ بولدک لارې خلاصولو لپاره د پاکستاني او افغان چارواکو غونډه شوې


پر چمن-بولدک لار افغانستان ته د ورتلونکو خلکو یوه اوږده لیکه: ۲۰۲۱، ۲۰ سېپټېمبر
پر چمن-بولدک لار افغانستان ته د ورتلونکو خلکو یوه اوږده لیکه: ۲۰۲۱، ۲۰ سېپټېمبر

پاکستان او افغانستان چارواکي د دواړو هېوادو ترمينځ د چمن او سپین بولدک تړلې لار د بیا پرانیستلو لپاره پر زیاتره ټکو سلا شوې او ژر به یې پرانیزي.

د لارې له بندېدو څخه نه یوازې د دواړو ګاونډي هېوادونو په زرګونه وګړي اغېزمن شوي بلکې د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ په ګډون نور تجارت هم له تېرو ۱۷ ورځو راهیسي بند پاته دي.

د لارې بیا پرانستلو او د شته خنډونو او ستونزو هوارولو لپاره په چمن کې د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه یوه غونډه وشوه چې پکې د پاکستان کورنيو چارو مرسیتال سېکرېټري او د کندهار والي یوسف وفا ترڅنګ نورو چارواکو ګډون وکړ.

د کندهار والي یوسف وفا غونډې ته ۱۲ غوښتنې وړاندې کړې چې پکې د چمن-بولدک لار هره ورځ تر ۱۸ ساعتونو پرانیستل، د کندهار او سپین بولدک خلکو ته په تذکره او د چمن خلکو ته په پاکستاني شناختي کارډ او افغان کډوالو ته په مهاجر کارډ پاکستان ته داخېلېدو اجازه ورکول شامل دي.

د دې غوښتنو د منلو یا نه منلو په باب تر اوسه پاکستاني چارواکو څه نه دي ویلي خو په چمن کې د یوه ځايي خبریال سردار محمد خوندې په وینا چې د پاکستان له لوري یوازې د چمن او سپین بولدک و خلکو ته د تګ راتګ غوښتنه منل شوې ده.

د پاکستاني او افغان چارواکو ترمینځ پر دې سلا شوې چې په چمن کې د غونډې پر پرېکړو به په اسلام اباد او کابل خبروي او هیله یې وښوده چې ژر به د چمن-بولدک لار خلاصه شي.

خو د لارې له تړل کېدو دواړو غاړو ته (چمن-بولدک) ته له تېرو ۱۷ ورځو راهیسې په سلګونه وګړي بند پاتې دي. دوی خپلو کورونو ته تلل غواړي.

په چمن کې د کندوز حاجي محمد د اکتوبرپه ۲۰ مه نېټه مشال راډیو ته وویل: ((پر سپېره ډاګ، په سپېرو خاورو او سپېره باد ته پراته یو. غواړو کندوز ته ولاړ شو خو چې بارډر ته ورشي بیرته یې پسې راوخلي. د چمن ځايي خلک مرسته کوي خو د شپې مهال دومره کالی یا بستره نه وي چې ځانونه په پټ کړو. په کور کې مو هم د مزدورۍ څوک نشته، ژمۍ راروان دی. له داوړو غاړو مو هیله دا ده چې لار دې خلاصه کړي.))

د چمن- بولدک لارې د تړلو پرضد د چمن ځايي سوداګرو او لغړیانو خبرداری ورکړی دی که پوله خلاصه نه شوه نو د جمعې پر ورځ به په چمن ښارګوټي کې کار بندیز وکړي.

له مشال رېډیو سره په خبرو کې تاجر حمید الله وویل چې هره ور ځ د پولې له تړلو کېدو تنګ راغلي دي. نور ولس د دې لارې د تړلو وس نه لري او ژر به یو داسې پرلت کښېنوي لکه وړاندې چې یې کړی وو.

د چمن سیمې زیاتره تجار وايي چې د پولې له بندشه ورته په کروړونو روپۍ زیان اوښتی دی.

د چمن د تجارو اتحادیې پخوانی مشر جلات خان وايي، دواړو غاړو ته څه نا څه څلور زره ګاډیانې ولاړې دي. او په دې کې مالونه بار دي او پر هر ګاډي له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ ډالرو پورې د شیپینګ کمپنیانو ناغه لګېږي. په ګاډو کې مالونه خرابېږي. له بې روزګارۍ څخه نورې ستونزې راټوکېږي.

یاده دې وي چې په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د اکتوبر پر ۵ مه نېټه د چمن-بولدک لار د هر ډول تجارت او پیدل تګ راتګ پرمخ وتړله. افغان چارواکي غوښتنه کوي چې د کندهار او بولدک په تذکره دې نه یوازې افغانانو ته و پاکستان ته د داخېلېدو اجازه ورکول شي بلکې ناروغان، ښځې، سپین ږیري دې بې له څه کتنې او ځورونې پاکستان ته د ورتلو اجازه ولري.

د چمن- بولدک لارې د خلاصولو لپاره د چمن تجارو او قبایلي مشرانو د کندهار له والي سره هم لیدلي وو خو هغه یې خلاصېدو غاړه نه وه ایښې.

XS
SM
MD
LG