د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن-بولدک لارې تړلو خلاف په چمن ښارګوټي کې کاربندیز


چمن - بولدک لار
چمن - بولدک لار

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د چمن-بولدک لارې د تړلو خلاف د بلوچستان په سرحدي ښارګوټي چمن کې د اکتوبر پر ۲۲مه نېټه په بشپړه توګه هړتال او کاربندیز شوی دی. پر دې مهال ټول دکانونه او مارکېټونه تړلي دي او پر سړکانو هم لږ ګاډي ترسترګو کېږي.

د چمن تجارو اتحاديې یو مشر صادق خان اڅکزی وايي، د پولې له پرله پسې بندشه د چمن او کندهار تجارو ته دا ځل ډېر لوی مالي زیان اوښتی دی. د نوموړي په وینا له تېرو درېوو اونیو راهیسې یې ۱۵ سوه کنېټران ولاړ دي.

دی وايي:"درست کال یې یوازې او یوازې یوه اجنډه دا وه چې موږ ته دې په تجارت کې اسانتیاوې برابرې کړي، چېک پوسټونه دې ختم کړي. په درمداتو او برامداتو [اېکسپورټ، امپورټ] کې دې بې ځایه لاسوهنه ودرول شي. بې له ځنډه دې د چمن-بولدک لاره خلاصه کړل شي. کنې سخت احتجاج ته به مخه کړي."

د یادولو ده چې د اکتوبر میاشتې پر پینځمه نېټه د افغان چارواکو له لوري د پاکستان او افغانستان ترمینځ د چمن-بولدک لار د ځینو غوښتنو تر پوره کېدو وتړل شوه،

د دغه لارې هره ورځ تر ۱۸ ساعتونو پرانیستل، د کندهار او سپین بولدک خلکو ته په تذکره او د چمن خلکو ته په پاکستاني شناختي کارډ او افغان کډوالو ته په مهاجر کارډ پاکستان ته داخېلېدو اجازه ورکول شامل دي.

له تېرو ۱۸ ورځو راهیسې د لارې له تړل کېدو څخه دواړو غاړو ته تګ راتګ بند دی او د افغان ټرانزیټ ټریډ په ګډون نور تجارت هم په ټپه ولاړ دی. د پولې دواړو غاړو ته په لسګونه کسان بند پاته دي. په چمن کې بند پاتې افغان وګړو کې لوی شمېر د هغه کسانو دی چې پاکستان ته د درملنې لپاره تللي ول خو اوس د لارې له تړل کېدو وروسته له مشکلاتو سره مخ شوي دي. د بند پاتې افغان وګړو د ستونزو په اړه په چمن کې د لغړیانواتحادیې مشر فدا محمد وايي:

"تاس دې مساپرو ته وګورئ او ښځو ته وګورئ. موږ دواړو ته وایو چې یو اسلامي امارات دی او بل یې جمهوریه پاکستان دی، دواړوه مسلمانان دي، د خدای روی ته وګورئ، دا زنانه، دا کوچنیان او دا یخ. موږ د دواړو حکومتونو چارواکو ته وايو چې دا لار خلاصه کړئ. پر دې انسانانو رحم وکړئ."

په چمن کې ځايي چارواکي وايي پر پوله د خلکو په تلاشۍ کې ځکه سختي کوي چې پاکستان ته ترهګر نه ورواوړي. د چمن ډپټي کمیشنر جمعه داد مندوخېل ویلي دي چې په ښارګوټي کې د افغانستان د وګړو یو لوی شمېر موجود دی چې تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي. د نوموړي په وینا ځايي تجار او سرکاري چارواکي ورته خواړه او نور اړین توکي ورکوي.

دی زیاتوي د پاکستان له لوري د پولې پرانیستلو په باب هېڅ مشکل نشته خو د دواړو هېوادونو ترمینځ د پولې خلاصولو پرېکره به اوس افغان حکومت کوي.

د چمن-بولدک لارې خلاصولو په موخه په چمن کې د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه یوه غونډه وشوه چې پکې د پاکستان کورنيو چارو مرسیتال سېکرېټري او د کندهار والي یوسف وفا ترڅنګ نورو چارواکو ګډون کړی وو. په غونډه کې د لارې بیا پرانیستلو لپاره پر زیاتره ټکو سلا شوې وه.

XS
SM
MD
LG