د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې نهه حکومتي کارکوونکي تښتول شوي


نامعلومو وسلوالو تېر ماښام په جنوبي وزیرستان کې نهه حکومتي کارکونکي تښتولي دي. دا کسان تېره ورځ د اوبو یو بند د څارنې لپاره تللي وو چې په” توی خوله“ سیمه کې وتښتول شول.

د ځايي چارواکو په خبره په تښتول شوو کسانو کې د قبايلي سيمې د پرمختيايي ادارې مشر عتيق بنګش، مرستيال مشر محمد الياس او نور کارکوونکي او موټروانان شامل دي.

د جنوبي وزیرستان پوليټيکل اېجنټ ظفرالاسلام د جمعې پر ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې د دې نهه کسانو د تښتول کېدو خبر تایید کړ او زياته يې کړه چې د تښتول شوو کسانو د موندلو لټون يې پېل کړی دی.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د دغو کسانو د تښتونې مسوليت نه دی منلې.

XS
SM
MD
LG