د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومېن رایټس واچ) ویلي، په افغانستان کې له اسلامي دولت سره د تړلې ډلې له خوا پر شیعه لږکیو بریدونه په بشریت ضد جرمونو کې راځي.
یاد سازمان د اکتوبر پر ۲۵مه په یو بیان کې ویلي چې د هزاره ګانو په نښه کولو لپاره ګڼ بریدونه په بشریت ضد جرمونو کې راځي او ترسره کوونکي یې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
سازمان دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اسلامي دولت خراسان ډلې په وروستیو کې په افغانستان کې د خونړیو بریدونو ذمه واري منلې ده.
په دې کې د روانې میاشتې په پیل کې په کندوز او کندهار کې د اهل تشیع په جوماتونو کې پر عبادت کوونکو هغه ځانمرګي بریدونه هم شامل دي چې نېږدې ۱۵۰ کسان پکې ووژل شول.
هغې وسله والې ډلې د روان کال د اګست میاشتې پر ۲۹مه د کابل پر هوايي ډګر د هغه ځانمرګي برید ذمه واري هم منلې وه چې پکې ۱۷۰ کسان وژل شوي ول چې اکثریت یې عام افغان وګړي ول.
اسلامي دولت یا داعش ډلې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پر طالب چارواکو هم بریدونه زیات کړي دي.
طالبان په تېرو څه د پاسه دوو میاشتو کې د داعش ډلې پر وړاندې د عملیاتو او د هغوی د یوشمېر وسله والو د نیولو او وژلو دعوې کړې دي.