د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د ورکو کسانو موندلو لپاره مظاهره شوې


په کراچۍ کې د ورکو کسانو موندلو لپاره مظاهره شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00

د پاکستان د بلوچستان او سیند صوبو د ورکو کسانو د کورنیو غړو او لسګونه فعالانو په یوه مظاهره کې له حکومته غوښتي چې لادرکه کسان دې معلوم کړي او که ورباندې څه تور وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي. دوی په ځانګړي ډول د بلوڅانو د زده کوونکو سازمان غړو شاه میر بلوڅ او مرتضا بلوڅ یادونه کوله چې له تېرو شاوخوا څلور میاشتو راهیسې ورک دی. فعالانو د پاکستان پر استخباراتي ادارو تور پورې کړ چې خلک ورکوي. خو د پاکستان حکومت دا تور ناسم بولي. په هغه هېواد کې د ورکو کسانو د قضیو د پلټنو سرکاري کمېشن وايي، څومره ورک کسان چې موندل شوي، هېڅ نه وايي چې چا او ولې تښتولي ول. کمېشن وايي، د زرګونه ورکو کسانو مقدمې یې عدالتونو ته وړاندې کړې دي. همداراز، د پاکستان حکومت د خلکو د ورکولو ضد یوه قانوني مسوده هم قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړې. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG