د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه: طالبان دې داسې حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان پکې ځای ومومي


د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه د افغانستان لپاره د مسکو په غونډه
د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه د افغانستان لپاره د مسکو په غونډه

روسیې پر طالبانو فشار زیات کړ چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي چې د افغاني ټولنې ټولې برخې پکې ځای ومومي.

روسیې دا غږ د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه د افغانستان لپاره د مسکو په غونډه کې وکړ چې د پاکستان، چین، ایران، هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازیو د طالبانو له چارواکو سره برخه واخیسته.

په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ماتې او بشري بحران سره مخامخ دی، مسکو پر نړیوالو غږ وکړ چې د کابل ملاتړ وکړي او اندېښنه یې څرګنده کړه چې هر راز ماتې د سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخوي.

د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف وویل، هېڅوک له دې سره دلچسپي نه لري چې یو بشپر دولت چې د ګډو ګټو له خپلواکو هېوادونو سره سرحد لري، یو مخ فلج شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

په دې برخه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له افغانستان سره د مرستو غوښتنه وکړه: "موږ په دې باور یو چې د دې وخت را رسیدلی دی چې د نړیوالې ټولنې سرچینې په کار واچوو چې کابل ته اغېزمنې مالي او اقتصادي بشري مرستې وړاندې کړو، چې د بشري ناورین او د کډوالۍ د بهیر مخه ونیسو."

روسیې پر طالبانو فشار زیات کړڅو افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ کړي.

تر هغه وروسته چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي روسیې دا غونډه جوړه کړه چې د ځینو کتونکو په باور هدف یې په سیمه کې د خپل اغېز زیاتول دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، وروسته تردې چې طالبان په اګسټ کې بریالي شول دا په سیمه کې تر ټولو ستره غونډه وه خو په دې غونډه کې د متحد ایالاتونو پر نه ګډون خوابدی دی.

لاوروف د طالبانو په باره کې چې د خپل ډپلوماټیک مشروعیت په لټه کې دي، نرمه لهجه وکاروله. ده په لوېدیځ کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.

د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، د افغانستان انزوا د هېچا په ګټه نه ده
د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، د افغانستان انزوا د هېچا په ګټه نه ده

خو مسکو د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو ته لېوالتیا ښکاره نه کړه.

ده له طالبانو وغوښتل چې بشري حقونه رعایت کړي او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

د طالبانو د پلاوي مشر د دوی د رژیم د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، د افغانستان انزوا د هېچا په ګټه نه ده او د دوی اوسنی حکومت هم د ټولو افغانانو استازیتوب کوي: "حکومت اوس هم په افغانستان کې ټولشموله دی، تاسو پوهېږئ چې نژدې پنځه سوه زره مامورین له موږ سره کار کوي دوی ټول د پخواني حکومت کسان دي."

بل لور ته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف څرګنده کړه چې د طالبانو استازیو ژمنه کړې ده چې د حکومتدارۍ او د بشري حقونو د ښه کېدو په برخه کې به کار وکړي، خو کابلوف زیاته کړه چې موږ دې ته انتظار یوو.

XS
SM
MD
LG