د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اعلا وزير جام کمال خلاف د بې باورۍ پر تحریک رایه پر ۲۵م اکتوبر ده


د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال
د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خا ن پرضد د بې باورۍ تحریک اسمبلۍ ته وړاندې شو.

د سپیکر میر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې د ۶۵ غړیو څخه ۳۳ غړيو د تحریک عدم اعتماد ملاتړ وکړ.

حزب اختلاف تور پوری کړی دی چې حکومت د دوی څلور غړي اکبر اسکاني، لیلا ترین، بشرا رند او مهه جبین شیران یرغمال کړي دي. خو وزیر اعلا جام کمال د حزب اختلاف تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې تر پايه به د خپل حکومت دفاع کوي.

د صوبايي اسمبلۍ غونډه داکتوبر پر ۲۵مه نېټه د ورځې پر ۱۱ بجو رابللې ده چې د بې باورۍ پر تحریک رایې ورکړل شي.

د واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ او د اتحاديانو شاوخوا ۱۴ غړي له هغه وروسته د اعلا وزير پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کوي چې کله د دوی پر غوښتنه هغه له خپلې چوکۍ استعفا ورنکړه.

دغه مرور غړي ګیله لري چې په پرمختيايي پروژو کې د دوی حلقو ته پاملرنه نه کېږي.

دوی دا هم وايي چې اعلا وزير خپلې ذمه وارۍ په سمه توګه نه تر سره کوي چې له کبله يې د ژوند له بېلا بېلو څانګو سره اړه لرونکي کسان له ستونزو سره مخامخ دي او په احتجاجونو دي.

د اکتوبر پر ۱۹مه نېټه په سرښار کوټه کې د مرورو او حزب اختلاف غړو په ګډه غونډه کې د صوبې له اعلا وزیره د استعفا غوښتنه بیا تکرار شوه.

د بلوچستان عوامي پارټۍ مرور غړي چې د اعلا وزیر جام کمال د استعفا غوښتنه کوي
د بلوچستان عوامي پارټۍ مرور غړي چې د اعلا وزیر جام کمال د استعفا غوښتنه کوي

په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهیسې د وزيراعلی جام کمال له څوکۍ څخه د لرې کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي.


په بلوچستان کې د روان سیاسي کړکېچ په اړه په صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر ملک سکندر ایډوکیټ له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل چې د عدم اعتماد تحریک د کامیابي لپاره د ۴۰ غړیو ملاتړ لري.

نوموړي پر اعلا وزیر جام کمال غږ وکړ چې د زیاترو غړو مخالفت ته په کتو له اخلاقي پلوه پکار ده چې خپله چوکۍ پرېږدي.

په پاکستان کې سیاسي تاریخ کې څو ځله شوي چې له ورایه یوه ډله په اکثریت کې ښکاري خو چې بیا په پارلمان کې پټې رایې واچول شي نو بله ډله بریالي شي.

د بلوچستان نیشنل پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړی ثناء بلوڅ وايي، په بلوچستان کې داسې نه شي کېدلای چې یوڅوک دې نن له دوی سره وي او په سبا دې له بلچا سره وي.

د نوموړي په وینا دا به ډېره بده خبره وي چې د بلوچستان اسمبلۍ یو غړي دې نن له موږ سره وي او سبا دې بل بلو ته واوړي نو داسې کس به ''له ذهني پلوه او اخلاقي پلوه ډېر پست او ټیټ انسان وي.''

ثنا بلوڅ وايي چې عددي شمېر د دوی زیات دی او اعلا وزیر جام کمال باید د بحران ختمولو لپاره خپله څوکۍ پرېږدي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي نصرالله زېرې غوشتنه وکړه، پکار ده چي اعلا وزیر جام کمال سمدلاسه خپله استعفي ورکړي ځکه چې نور یې اکثریت بایللی دی.

نوموړی وايي د بلوچستان مخکیني اعلا وزیران لکه تاج جمالي، اختر مینګل او نواب ثناءالله زېري چې په دې پوه شول نور یې په اسمبلۍ کې اعتماد بایللی دی نو استعفاوې یې ورکړې دي، اوسنی اعلا وزیر هم باید مخکیني دود ته په کتو خپله استعفا ورکړي.

له اعلا وزیر جام کماله د مرورو غړیو ویاند سردار عبدالرحمان کېتراڼ وايي، د بلوچستان عوامي پارټۍ اکثریت غړي له دوی سره ملګري دي. نو جام صاحب باید خپلۍ نوابۍ ته وګوري، خپلې د قبیلې مشرۍ ته وګوري، خپل حثیت ته وګوري او استعفا دې ورکړي. نور د جام صاحب د چیف منسټرۍ وخت پای ته ورسېدو.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان ویلي دي چی د حزب اختلاف ځینې غړي به په خپلو ارادو کې بریالي نه شي.

نوموړي بېګا شپه په یو بیان کي وویل د مخالفینو اصل مقصد حکومت ترلاسه کول نه بلکه صوبه د تباهي په لور بیول دي.

جام کمال دا تورونه ردوي او وايي چې د ګوند ځینې مرور غړي يې پخلا کړي او يوازې د څو کسانو په خله به چوکۍ پرېنږدي.

د بلوچستان اسمبلۍ د غړو شمېر۶۵ دی، په هغه کې د اعلا وزیر پرضد د تحریک عدم اعتماد د کامیابۍ لپاره د ۳۳ غړو ملاتړ مهم دی.

د حکومتي او اتحادي غړیو شمېره ۴۲ ده چې اوس يې ځينې له اعلا وزيره مرور شوي دي.


په بلوچستان اسمبلۍ کې د حزب اختلاب د غړو شمېره ۲۳ ده، په هغه کې جمعیت علماء اسلام ۱۱، بلوچستان عوامي ګوند ۱۰، پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو غړی او یو ازاد غړی نواب اسلم ریسانی دی.

د حکومتي غړیو شمېره ۴۲ ده چې پکې بلوچستان عوامي ګوند ۲۴، پاکستان تحریک انصاف ۷، عوامي نیشنل ګوند ۴، بلوچستان نیشنل ګوند عوامي ۳، هزاره ډیموکراټیک پارټي ۲، جمهوري وطن ګوند یو او یو پخوانی اعلا وزیر نواب ثناء الله زهری شامل دي چې د مسلم لیګ ن پر ټکټ کامیاب شوی و خو اوس پیپلز ګوند ته اوښتی دی.

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني د اکتوبر پر ۱۶مه وویل، د وزیراعلی جام کمال خلاف به د عدم اعتماد تحریک ناکامه شي او د هغه په وینا په داسې ډول د حکومتونو ړنګولو پخوا هم ښې پایلې نه دي ورکړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG