د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین او روس په ګډون ځینو هېوادونو د کویډ-۱۹ مهال په 'جابرانه قوانینو' خپل ولس ځپلی


د امنیستي انټرنیشنل نښه
د امنیستي انټرنیشنل نښه

بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنیشنل) وايي، د کورونا وایرس وبا پرمهال چین، روسیې او یوشمیر نورو هېوادونو جابرانه قوانین راوړي چې د بیان ازادۍ حقونه یې محدوده کړي او ناقدین یې خاموشه کړي دي.

لندن میشته ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د اکتوبر پر ۱۹مه په خپور کړې راپور کې ویلي چې په ټوله دنیا کې د ناسمو معلوماتو ترڅنګ د حکومتونو لخوا د بیان پر ازادۍ د حملو له وجې د خلکو کره او پر وخت معلوماتو ته رسایي اغېزمنه شوې او د ولس د کورونا وایرس وبا د بحراني حالت سره د مخ کېدو توان یې متاثره کړی دی.

د ادارې د څیړونو او پالیسۍ په برخه کې لوړ پوړي چارواکي راجت خوسلا په یو بیان کې ویلي، د وبا پر مهال حکومتونو د بیان پر ازادۍ بې ساري حملې کړي چې له وجې یې د خلکو حقونه په شدیده توګه محدود شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د مواصلاتو زریعې په نښه شوي، ټولنیزه میډیا سنسر شوې او د رسنیو ځینې ادارې تړل شوي دي.

د امنسټي انټرنیشنل په حواله، د بیان ازادي ډیره مهمه ده ځکه چې د دقیقو، شواهدو په بنیاد او پر وخت معلومات د صحت په لړ کې د ګواښونو او له دې څخه د ځان ژغورولو په اړه پوهاوې ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG