د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د رحمت شاه مسید خوشې کولو لپاره احتجاج وکړ


د سېپټېمبر پر ۳۰مه معذورانو، فعالانو او د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو د مسید تر ګرفتارۍ وروسته مظاهره وکړه.
د سېپټېمبر پر ۳۰مه معذورانو، فعالانو او د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو د مسید تر ګرفتارۍ وروسته مظاهره وکړه.

پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزیرستان په کوټکي کې د خپل يو مشر رحمت شاه مسيد د راخوشي کولو لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده.

دې مظاهره چيانو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د سپتمبر په ۲۹مه نيولی مسيد دې خوشي کړي.

د احتجاج يو ګډونوال، شیرزاده مسيد د اکتوبر په لسمه مشال راډيو ته وويل چې رحمت شاه مسيد له قانونه سرغړونه نه ده کړې او باید ژر تر ژره خوشې شي.

نوموړي زیاته کړه چې رحمت شاه مسيد د ماين پاکۍ او امنيت غوښتو لپاره د مظاهرې په وخت نيول شوی او دا مهال په بنو جېل کې دی.

هغه زیاته کړه چې که مسيد خوشې نه شي دوی به مظاهرې پراخې کړي.

خو د جنوبي وزیرستان ډپټي کمیشنر خالد اقبال وايي پر رحمت شاه مسيد د عامه نظم د ګډوډۍ علاوه شپږ دفعې لګېدلې دي او له قانون سره سم به یې پر ضد کارروايي کېږي.

هغه د اکتوبر پر لسمه له مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د ماين پاکۍ له کار سره د رحمت شاه مسيد هېڅ کار نشته.

ده وویل، "دی نه د ماينونو قرباني دی او نه هم بل څه تړاو ورسره لري. بايد مسيد ته دا پوښښ ورنه کړل شي."

خو نوموړي ونه ويل چې رحمت شاه مسيد کوم داسې جرم کړی چې بايد خوشې نه شي.

د جنوبي وزیرستان لسګونه اوسېدونکو د سپتمبر په ۳۰مه تر هغې وروسته مظاهره وکړه چې يوه ورځ مخکې ضلعې پولیسو په ټانک کې د معذورانو پر ناستې چاپه ووهله او د احتجاج یو منتظم او د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر رحمت شاه مسید یې ونیوه.

د احتجاجي ناستې یوه ګډونوال نور احمد تر چاپې وروسته مشال راډیو ته وویل، پولیس چې په پینځو ګاډو کې سپاره ول، د پرلت خیمو ته ورغلل او هلته یې ځینې مظاهره چیان وهلي هم دي.

خو د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر خان زېب مومند دا تور ردوي او وايي، رحمت شاه مسید یې د عامه نظم ګډوډولو په تور نیولی او نور یې هېڅوک نه دي ګرفتار کړي.

د سیمې معذورانو د سپتمبر په لومړۍ اوونۍ کې په کوټکي کې احتجاجي ناسته پیل کړه. دوی د ماین پاکۍ او په چاودنو کې معذوره کسانو ته د تاوان او حکومتي دندو ورکولو غوښتنه کوي.

دوی د سېپټمبر پر ۲۸مه خپل پرلت له کوټکي څخه په ټانک کې د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر دفتر مخې ته انتقال کړ.

انتظامیه وايي، د معذورانو غوښتنې یې منلې دي. خو معذوران وايي، له حکومته عملي اقدام غواړي او ځکه پرلت ته دوام ورکوي.

په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې په جنوبي وزیرستان کې د ځمکلاندې بمونو تر ۱۷۰ زیاتې چاودنې شوې دي چې پکې ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ معیوبه شوي دي.

د پاکستان پوځ له تېرو څه د پاسه درو کلونو راهیسې په قبایلي ضلعو کې ماین پاکۍ ته دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG