د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د کرکټ نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه


د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي

د افغانستان کرکټ بورډ د شل اووریز کرکټ جام وروستئ لوبډله اعلان کړه.

د اکتوبر پر لسمه اعلان شوې لوبډله کې ځيني هغه مشران لوبغاړي ليري کړل شوي چې د سپتمبر په مياشت کې یې نومونه په لوبډله کې شامل وو.

د دې پنځلس کسیزې لوبډلې مشر محمد نبي او مرستيال یې نجيب الله ځدراڼ دی.

شل اووریز کرکټ جام د اکتوبر په ۱۷مه په متحده عرب اماراتو کې پيليږي. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵مه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG