د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست میشتې وزیرستاني کډوال: د طالبانو حکومت مرستې نه راسره کوي


خوست ميشتي وزيرستاني کډوال غوښتنه کوي، چې د تېرو کالونو په شان دې، هغوی سره هره میاشت د خوراکي توکو مرسته وشي.
خوست ميشتي وزيرستاني کډوال غوښتنه کوي، چې د تېرو کالونو په شان دې، هغوی سره هره میاشت د خوراکي توکو مرسته وشي.

د خوست په ګلان کېمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، دوی سره د مرستو کمښت یې ستونزې ډېرې کړې دي.

وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي، چې د راتلونکي ژمي لپاره دې، ورسره د خوارک، پوښاک او سونګ توکو د مرستو تابيا وشي.

په ګلان کېمپ کې د وزیرستانیو کډوالو یو مشر حاجي عبدالله نور د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، پخوا په ځانګړي ډول د ژمي په خاطر وزیرستانیو کډوالو سره ښې مرستې کیدې، خو اوس د مرستو د کمښت له کبله يې ستونزې ډېرې شوي دي.

نوموړی وايي "له کوم وخت نه چې نړیوال خوراکي پروګرام د مرستې وېش پیل کړی دی، په اول کې موږ ته مالګه، اوړه، دال، غوړي او د ماشومانو لپاره ککو ورسره راکول کېدل، په درېیم وار وېش کې موږ نه د اوړو پرته ټولې مرستې کمې شوې، د ګلان کېمپ پرته په هر ځای کې ووېشل شول، خو دلته يې دا ځل دا مرسته نه ده راوړې، پلمه دا راته کوي، چې دولت بدل شوی، د دولت خو هر شی پرځای دی، یو سټور هم چور شوی نه دی. "

د ۲۰۱۴ ز کال په نيمايي کې د پاکستان د پوځ لخوا په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عمليات پیل شول، چې له کبله یې د يادې سیمې لکونه خلک د خيبر پښتونخوا سربېره د افغانستان خوست او پکتيکا ته هم واوښتل.

وزیرستاني کډوال وايي، ورځني ژوند تيرولو لپاره داسې کاروبار نه لري، چې خپلې اړتياوې ورباندې پوره کړي.

د مایزر اوسېدونکی باینور وايي، دوی ۱۴۰ کډې ګلان کېمپ ته یوځای راغلي، خو له دوی سره مرسته نه ده شوې. " ژمی نږدې دی، خو دوی نه کوټې لري او نه خیمې چې وخت په کې تېر کړي. د سروې ټیمونه ورغلي وو خو ډير خلک له سروې پاتې شوي دي، نو دوی خو بل ځای نشي تللی او دلته يې د ژوند اسانتیاوې نشته."

د وزیرستانیو کډوالو یو بل مشر ملک لایر خان هم له دوی سره د ژمنیو مرستو غوښتنه کوي.

نوموړی وايي نور کالونه به دوی ته د سونګ لپاره یوه اندازه لرګي ورکول کېدل، خو د سږني ژمې په مرستو کې لرګي هم نشته. موږ د دوا درملو، سونګ توکو او پوښاک لپاره نقدو پیسو ته هم اړتیا لرو.

د شمالي وزیرستان د زووۍ اوسېدونکی سبو خان وايي، د سروې ټیمونو ۴۰۰ کورنیو ته د کوټو چتونه لیکلي، خو ډیری اړمن خلک پاتې شوې دي.

نوموړی وايي " نه تودې جامې شته، نه کمبلې شته، نه نقدې پیسې شته، د ګوزارې هیڅ شی نشته، لیکي يې خو بیا ورک شي، خیمې نشته، دا څلورو کالونو کې يې دا شیان کډوالو ته نه دي ورکړي. "

بل خوا په خوست کې طالب چارواکي وايي، چې له نړيوال خوارکي پروګرام څخه یې وزیرستانيو سره د مرستو د دوام ژمنه تر لاسه کړې.

د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول اختر محمد عکرمه مشال راډيو ته وويل "وزیرستانیو کډوالو سره د مرستو بهیر روان دی او هغوی ته د اوسنیو امکاناتو په انداره چې نړیوالې موسسې يې لري، مرسته ورکول کیږي، په نږدې راتلونکې کې سلګونو وزیرستانیو کډوالو ته د سرپناوو یا شلټرو ویش په پلان کې دی، موږ هڅه کوو موسسې وهڅوو چې دوی سره د ژمنیو توکو مرستې هم وکړي. "

که څه هم په څو پړاونو کې له خوست او پکتيکا څخه د وزیرستانيو کډوالو یوشمېر کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته ستنې شوې، خو لا هم خوست کې خواوشا ۷،۰۰۰ او د پکتيکا په برمل، لمن او اورګون کې د هغوی تر ۳،۰۰۰ پورې کورنۍ مېشتې دي.

XS
SM
MD
LG