د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر غلام خان لار مو خپل وزیرستان ته نه پرېږدي: خوست میشتي وزیرستانیان


د غلام خان لار
د غلام خان لار

په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان بې کوره شوي خلک ګیلمن دي، چې پاکستان ته یې ستنېدنه دا دی کلونه کېږي چې ځنډېدلې ده خو اوس یې مړي او ناروغان هم نه پرېښودل کېږي چې له غلام خان بندر څخه یې په پاکستان کې خپلو سیمو ته یا د درملنې لپاره واړوي.

دوی وايي، داسې چلند ولې ورسره کېږي؟ د دوی په وینا په پاکستان کې یې خپلې ځمکې دي او شهریت لري.

د خوست په ګلان کېمپ کې میشت د شمالي وزیرستان دته خېلو اوسیدونکی ملک سمیع الله وايي چې د خپلی کورنۍ مړی یې په دته خیلو کې خاورو ته د سپارلو لپاره وروړلو، ورځ یې په غلام خان تېره کړه، خو ورته اجازه ورنکړل شوه.

"سهار شپږ بجو څخه مړی په غلام خان پروت وو، ماښام شو، په بیا بیا مو له یو بل سره تماس ونیولو، خو پرېښنودل شول، اخر څه وجه ده، چې نه مې مړي ته اجازه کېږي نه مې ژوندي ته کېږي، نه مې کډوال ته کېږي، موږ ته دې په ډاګه کړل شي، که پاکستانیان نه وو، مجبوره یو چې ټول په غلام خان پرلت وکړو، بیا چې څه زیان کېږي، ذمه وار به هغه خلک وي چې نه غواړي چې زموږ ستونزې هوارې شي."

په افغانستان کې وزیرستاني کډوال وايي پر غلام خان یې مړي او ناروغان نه پرېښودل کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:18 0:00

په خوست کې میشت یو بل کډوال ملک دین فراز وايي چې ټول بارډر یا لاری ورپسی تړل شوې، واپسي خو یې پرېږده چې مړي او ناروغان یې هم نه پرېږدي.

"له اوو (۷)کلونو نه کډوال یو، له سختو ستونزو سره مخ یو، مړی خپل وطن ته نه شو وړلی، ناروغ نه شو وړلی، آخر ګناه مو څه ده؟ که د دوی سیمې کلېر نه وي نو میرامشاه خو کلېر دی، هلته به په لګاډه یا خواړ کې واړاوي، بنو خو کلېر دی هلته به کډی بوزي، خو نور د په رحم وکړي، غلام خان لار دې ناروغ، مړي او ژوندي له خلاصه کړي."

خوست ته کډه شوی د دته خېلو یو بل اوسېدونکی نقیب الله وايي چې په نورو بندرونو یې نه پرېږدي، ورته د غلام خان ويل کېږي، په غلام خان هم اجازه نه ورکوي نو آخر چرته ولاړ شي.

"چې په انګور آډه ور شو، نو وايي چې د شمالي وزیرستان دی، په غلام خان ولاړ شه، په تورخم هم دغه وايي، په چمن لاره ی هم نه پرېږدي، نو په کمه ولاړ شي، ګناه مو څه دی، آيا پاکستاني نه یو؟ د پولې دواړو خواوو ته ځمکې پټي لارو، موږ ته دې وویل شي، چې شهري نه یاست، ګني نور دې نه ځورول کېږو."

وزيرستاني کډوال له افغان حکومته د مرستو په پروګرامونو کې ونډه غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:02 0:00

کله مو چې د شمالي وزرستان بې کوره شوو خلکو یادو ستونزو په اړه د شمالي وزیرستان ځايي انتظاميې او غلام خان بندر چارواکو نه وپوښتل، نو یو لوړپوړي چارواکي چې نه یې غوښتل خپله نوم واخلي، مشال راډیو ته وویل، چې په غلام خان بندر تګ راتګ کې ستونزې شته، دوي خپل طرف نه هڅه کړي چې د دغه خلکو تصدیق وکړو، ورته د تګ راتګ لاره جوړوو، مرسته یې کړو، خو په غلام خان لا هم رسمي تګ راتګ نه دی پیل شوی، خبری روانی دي، تمه کړي چې دغه ستونزی زر هوارې شي.

۲۰۱۴ز کال ضرب عضب عملیاتو نه بې کوره شوو د زیاتره خلکو واپسي شوې، خو د سرکاري شمیرو ترمخه لا هم ۱۵ زره کورنۍ په پاکستان کې او خوا او شا ۵ زره کورنۍ په افغانستان کې پاتې دي، چې لا یې هم واپسي خپلو سیمو ته نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG