د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سي ای اې مشر په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره لیدلي


ای اېس پي ار وايي، برنز له پاکستانیو چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت غږېدلی. انځور له ارشیفه
ای اېس پي ار وايي، برنز له پاکستانیو چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت غږېدلی. انځور له ارشیفه

د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) مشر وېلییم جوزف برنز په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د هغه هېواد د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) له مشر جنرال فیض حمید سره لیدلي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر نهمه په بیان کې ویلي چې د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ په لیدنه کې پر دوه اړخیزه مسلو، سیمه ییزو امنیتي حالاتو او د افغانستان پر وضعیت خبرې شوې دي.

په بیان کې راغلي چې په غونډه کې "دا خبره تکرار شوه چې پاکستان د سیمې امنیت او د باثباته او سوکاله افغانستان لپاره له نړیوالو ملګرو سره همکارۍ ته ژمن دی."

ای اېس پي ار زیاتوي چې د برنز په مشرۍ ورغلي پلاوي د افغانستان په مسله کې د پاکستان کردار ستایلی چې پکې له افغانستانه د خلکو د ایستلو "کامیاب" عملیات او د سیمه ییز ثبات لپاره هلو ځلو ته ژمنتیا شامله ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر څلورمه د ای اېس ای مشر جنرال فیض حمید کابل ته تللی وو چې سفر یې له غبرګونونو سره مخامخ شو.

په کابل او د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې خلکو د پاکستان ضد مظاهرې وکړې او تور یې پورې کړ چې پاکستان د افغانستان په چارو کې مداخله کوي. اسلام اباد په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG