د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزی ضلعې جګړه ځپلیو ته مرستې ورکړل شوې 


اورکزی یو له هغو سیمو ده چې ترهګرۍ او د وسله والو ضد پوځي عملیاتو خلک ډېر ځپلي وو
اورکزی یو له هغو سیمو ده چې ترهګرۍ او د وسله والو ضد پوځي عملیاتو خلک ډېر ځپلي وو

کوهاټ – د خیبر پښتونخوا په اورکزی قبایلي ضلع کې د ماموزو قبیلې هغو کورنیو ته معاوضه ورکړل شوې ده چې د پوځي‌ علملیاتو له کبله اغېزمن شوي وو.

د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو شمېر ۵۰۰ دی او دوي په سیمه کې د وسله والو پرضد د پوځي عملیاتو له کبله پر کډه کېدو مجبور شوي وو او کورونو ته یې زیات رسېدلی وو.

د سپټمبر پر څلورمه د اورکزو په مرکزي جرګه هال کې د یو غونډې پر مهال تر ۱۷ کروړه د زیاتو روپیو چیکونه ورکړل شوي دي.

په دې غونډه کې د ځايي‌ قبایلي مشران ، انتظامي چارواکي او د ايکسائز او ټېکسيشن لپاره د اعلا وزير سلاکار غازي غزن جمال هم د مشر مېلمه په توګه ګډون درلود.

د ماموزو تنظيم مشر سعيد خان تر غونډه وروسته خبریالانو ته وویل چې د ودانیو مالکانو ته امدادي مرستې ورکول د حکومت يو ښه ګام دی.

د ده په وینا، که به څه هم له دې سره د جنګ ځپلو خلکو ستونزې تر ډېره حده هوارې شي خو حکومت باید دې خلکو ته ورپېښې نورې ستونزې هم په پام کې ونیسي.

د اورکزو ځوانانو يو مخکښ ملک بلال اورکزي مشال راډيو ته وويل چې اوس هم ګڼ شمېر خلک له مرستې بې برخې دي او ځيني خلکو سره داسې هم شوي چې د يو کس په جرم کې د بل سروې تړل شوې او مرستې نه دي‌ ورکړل شوې.

د اعلا وزير سلا کار غازي غزن جمال په دې اړه وويل چې د ماموزو خلک په تېر جنګ کې تر ټولو زيات اغېزمن شوي وو ځکه دوي د ډېرې پاملرنې حق لري.

ده وويل چې را روان ژمي نه مخکې به د ټولو خلکو د ورانو ودانیو سروې مکملې شي او مالي مرستې به ورسره وشي.

د پوځي عملياتو له کبله د اغېزمنو شویو اورکزیو لپاره په دې وروستیو کې حکومتي‌ کمېټۍ هم جوړې شوې وې.

د دې کمېټیو دنده دا وه چې په پوځي عملیاتو او جګړه کې کې د ودانیو د زيان جاج واخلي او د بیا ودانۍ لپاره یې د لګښت اندازه ولګوي.

خو ځايي خلک وايي چې ګڼ شمېر خلک لا هم داسې دي چې د تاوان په اړه یې سروې نده شوې او مرستې نه دي ورکړل شوې.

د دوي په وینا، اوس هم د ملک په بېلا بېلو برخو کې د بې کورۍ ژوند کوي چې زیاتره یې په کوهاټ ، هنګو او پېښور کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG