د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د امن او بنیادي بشري اسانیتاوو لپاره د مموزو ولس پرلت


د اورکزو مموزو ولس د پېښور پرېس کلب مخې ته پرلت وهلی. ۲۰۲۱، ۱۱م اکتوبر
د اورکزو مموزو ولس د پېښور پرېس کلب مخې ته پرلت وهلی. ۲۰۲۱، ۱۱م اکتوبر

د اورکزۍ ضلعې مموزو ولس د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه (نن) د پېښور پرېس مخې ته په احتجاجي پرلت کې له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی په سیمه کې دې امن پرځای کړل شي، په پوځي عملیاتو او کډوالۍ کې دې د دوی د ړنګو ودانیو سروې وکړل شي، او ځايي ولس ته دې د صحت او تعلیم په ګډون ګڼې نورې بنيادي اسانتیاوې برابرې شي.

دوی بیا بیا په خپله سیمه کې تر ټولو لویه غوښتنه د ''امن'' کوله چې په وینا یې لاهم هلته ''هدفي وژنې'' روانې دي.

د دې لاریون یوه ګډونوال نور جانان له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل چې له خپلو سیمو یې په دې هیله کډې بار کړي چې امن به راشي خو داسې و نشو. د نوموړي په خبره په تېر کال، یو نیم کې د هدفي بریدونو څه نا څه نهه پېښې شوې دي چې له دې څخه پر ولس ډېر زیات دباو (فشار) راغلی دی. نور جانان زیاتوي چې د غوښتنو تر پوره کېدو به پر احتجاج وي.

مموزو د بره اورکزو په حدودو کې راځي چې پکې په ۲۰۱۰ز کال د وسله وال طالبانو پرضد پوځي عملیات وشول، هغه مهال نېږدې ۱۳ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې وې.

د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته په ۲۰۱۸ز کال کې سرکار د دې سیمې پر بې کوره شوي ولس غږ وکړ چې خپلو کلو بانډو ته ستانه شي، په دوی کې څه نا څه ۶۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته وګرځېدې خو لوی شمېر کډوال یې لاهم په هنګو، کوهاټ، پېښور او نورو سیمو کې میشته دي. د مموزو پاتې کورنۍ وايي، ترڅو چې امن نه وي راغلی، د ژوند بنیادي سهولتونه نه وي برابر شوي نو څنګه خپلو سیمو ته ستانه شي؟

د اورکزو مموزو ولس پینځه تپې لري، میرکلام خېل، ادوخېل، سیپای، ادرم خېل او اخونزاده ګان چې په څه نا څه څلوېښتو کلیو مشتمله سیمه ده، هلته د رجسټرډ ووټونو شمېره ۳۷ زره ده.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د مموزو یوه مشر حاجي محمد صدیق وویل، خپلو کلیو او باڼدو ته به هله ستنېږي چې حکومت ورسره د ستنېدو پرمهال کړې ژمنې نه وي پوره کړې.

د دې احتجاج سمبالوونکی شېر ولی اورکزی چې د مموزو قومي اتحاد جنرل سېکرېټري دی، وايي، ترڅو چې یې په سیمه کې تلپاتې امن نه وي پرځای شوی او د دوی ۲۴ غوښتنو ته یې سرکار مثبت ځواب نه وي ورکړی نو خپل احتجاج نه ختموي.

شېر ولي اورکزی زیاتوي، احتجاج او پرلت وهلو ته ځکه اړ شول چې له سرکار سره یې بیا بیا په ناستو او غونډو کې خپلې غوښتنې راپورته کړې خو حکومت یې په سیمه کې د بنیادي اسانتیاوو په ورکولو کې ناکامه شوی دی.

مشال رېډیو د مموزو ولس پر ستونزو د اورکزو ضلعي انتظاميې او د سیمې د قامي اسمبلۍ غړي جواد حسن د دریځ په اخیستو کې بریالۍ نه شوه خو یوڅه موده وړاندې په صوبايي اسمبلۍ کې د واکمن ګوند، تحریک انصاف غړي سید غزن جمال ویلي ول، دا یې په لومړیتوبونو کې ده چې د مموزو ولس د خوندیتوب ترڅنګ د هغوی نورې بنیادي اسانتیاوې لکه اوبه، سړک، او د رابطې نظام به وربرابروي ځکه چې هغوی د جنګونو او پوځي عملیاتو پر وخت ډېر ځپل شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG