د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې مدني فعال عبدالرحمن معاون ووژل شو


مدني فعال عبدالرحمن معاون
مدني فعال عبدالرحمن معاون

یوې ځایي سرچینې د اکتوبر په ۱۲ مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند چهل میټره سیمه کې ناڅرګنده وسله والو مدني فعال عبدالرحمن معاون په ډزو وواژه او عاملین یې له سیمې وتښتېدل.

د وژل شوي مدني فعال ورور شاد نور مظلومیار ویلي عبدالرحمن معاون په برید کې وژل شوی دی خو د ننګرهار ولایتي اداره لاهم چوپه خوله ده.

د پېښې مسوولیت لا چا نه دی منلی.

په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هدفي او مرموزې وژنې زیاتې شوي چې دې حالت ولس سخت اندېښمن کړی دی.

عبدالرحمن معاون په اصل کې د لغمان د کشمنډ سیمې اوسېدونکی و چې له تېرې شااوخوا دوه لسیزو راهیسې په ننګرهار کې په مدني فعالیتونو بوخت و.

د عبدالرحمن معاون کورنۍ وایي چې دوی له هېچا سره دښمني نه لرله.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستبو کې په ننګرهار کې هدفي او مرموزې وژنې ډېرې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG