د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې وسله والو د خبریال په ګډون څلور تنه وژلي


پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته که څه هم جګړه پای ته رسېدلې ده خو په ځینو سیمو او په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت کې د هدفي بریدونو په څېر پېښې رامنځ ته کېږي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته که څه هم جګړه پای ته رسېدلې ده خو په ځینو سیمو او په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت کې د هدفي بریدونو په څېر پېښې رامنځ ته کېږي.

د افغانستان په جلال اباد ښار کې نامعلومو وسله والو د خبریال او لیکوال سید معروف سادات په ګډون څلور کسان وژلي دي.

عيني شاهدانو مشال راډیو ته ويلي چې د اکتوبر پر دویمه مازيګر د جلال اباد په واټر پمپ سيمه کې په ريکشا کې سپاره بريدګرو پر ټوډي ډوله موټر برید وکړ او وتېښتېدل.

په څلورو وژل شويو کې ليکوال او د "صبح بخیر او ماښام پخیر" راډیو پخوانی خبریال سید معروف سادات هم دی.

نوموړی په وروستیو کې د ننګرهار د کلیو او پراختیا په ریاست کې د مطبوعاتو مسول وو او له ځینو بهرنیو رسنیو سره یې هم همکاري درلوده.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا برید چا کړی دی او نه هم د طالبانو د حکومت چارواکو په دې اړه څه ويلي دي.

د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته که څه هم جګړه پای ته رسېدلې ده خو په ځینو سیمو او په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت کې د هدفي بریدونو په څېر پېښې رامنځ ته کېږي.

تر دې وړاندې د سېپټمبر پر ۲۵مه په جلال اباد ښار کې چاودنې یو طالب وژلی او د څلور ولسي وګړو په ګډون یې اووه تنه ټپي کړي وو..

دا پېښه د جلال اباد ښار امیر شهید بڼ ته نېږدې په ګلدان کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې وه.

د سېپټېمبر پر ۲۲مه هم د جلال اباد ښار اوومې ناحیې په مربوطاتو کې په ریکشه کې سپرو ناڅرګنده وسله والو د تېلو پمپ کې درې تنه په ډزو وژلي وو.

د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د مطبوعاتو مسوول قاري عرفات مهاجر د خبریالانو ته په یو لیکلي پېغام کې د پېښې پخلی کړی وو خو نور معلومات یې نه وو ورکړي.

خو د پېښې یو عیني شاهد د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي وو چې په وژل شويو کې دوه تنه طالبان او یو تن د تـېلو د پمپ کارکوونکی وو.

XS
SM
MD
LG