د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلال اباد پښتونستان واټ کې یو تن د ملي بیرغ د پورته کولو پرمهال وژل شوی


په جلال اباد کې د افغانستان د ملي بیرغ ترڅنګ د طالبانو بیرغ هم لیدل کېږي - د ۲۰۲۱ز د اګست ۱۸مې انځور.
په جلال اباد کې د افغانستان د ملي بیرغ ترڅنګ د طالبانو بیرغ هم لیدل کېږي - د ۲۰۲۱ز د اګست ۱۸مې انځور.

د افغانستان په ختيځ ښار جلال اباد کې سلګونه ځوانانو د هېواد د ملي بيرغ په ملاتړ لاريون وکړ.

پر ټولنيزو رسنيو خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې د اګست پر ۱۸مه د لاريون په پای کې هغو ځوانانو پر پښتونستان واټ د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ ورپاوه.

د ختیځ خبروندیه تولنې یو مسول عبدالرازق همدرد وویل، چې جلال اباد ښار کې سلګونه لاریون کوونکو غوښتل د ښار په مختلفو سیمو کې د هېواد ملي بیرغ وځړوي خو د طالبانو له لوري پرې هوایي ډزې شوي.

هغه وایي، د یادو ډزو پرمهال جلال اباد ښار کې د سهار خپرندویه ټولنې مسوول زاهد الله د ملي بیرغ د پورته کولو پرمهال په مرمۍ لګېدلی او وژل شوی دی.

ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب ادارې ویلي چې د یاد لاریون پرمهال د اریانا نیوز او پژواک خبري اژانس کیمره چلوونکي طالبانو وهلي دي.

عيني شاهدانو او ځينو خبريالانو مشال راډيو ته ويلي چې وسله والو طالبانو د لاريون پر مهال ډزې وکړې او ځينې خبريالان يې ووهل. د دوی په خبره، په ډزو او تاوتریخوالي کې لږ تر لږه اته کسان ژوبل شوي هم دي.

ولایتي ادارې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

خبریال بلال سروري پر خپل ټوېټر د هغې ویډيو برخه شریکه کړې چې ځینې ننګرهاریان د طالبانو د جنډۍ پرځای د افغانستان ملي بیرغ لګوي.

د کونړ په مرکز اسعد اباد کې هم د ملي بیرغ په ملاتړ لاریون شوی دی.

تر دې وړاندې د اګست پر ۱۷مه په خوست کې هم يوشمېر ځوانانو د افغانستان ملي بيرغ پر يوې دولتي ودانۍ رپولی وو.

د افغانستان پر درې رنګه-تور، سور، زرغون- ملي بيرغ د هغه هېواد ملي نښان او کليمه ليکل شوې ده.

لاريونوال وايي، دا يوازې د افغان حکومت بيرغ نه دی بلکې دا د ټول افغان ملت بيرغ دی چې د ولس او هېواد استازيتوب کوي.

طالبانو د افغانستان پر ګڼو سيمو د کنټرول له ترلاسه کولو سره سم، د افغانستان بيرغ ښکته کړ او پرځای يې د خپل تحريک سپين رنګی بيرغ ځوړند کړ.

په افغانستان کې دننه او دباندې هم پر ټولنيزو رسنيو فعاله يوشمېر افغانانو د هغه هېواد د ملي بيرغ ننګه کړې او په ملاتړ يې کیمپېن روان کړی دی.

XS
SM
MD
LG