د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د طالبانو په اړه قضاوت به د دوی د کړنو له مخې کېږي.


طالب چارواکي

امریکا وايي، د طالبانو له استازیو سره یې خبرې پر امنیتي مسایلو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د افغانستان په اړه پر نورو کلیدي ستونزو راڅرخېدې.

دواړو لورو د شنبې او یکشنبې په ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې سره وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د اکتوبر پر ۱۰مه نېټه ناوخته په یوه بیانیه کې وویل چې د امریکايي پلاوي خبرې له افغانستانه د امریکا او نورو هېوادونو د وګړو او د هغوی د افغان شریکانو د خوندي وتلو پر موضوع متمرکزې وې.

د ده په خبره، په دغو بحثونو کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول په ټولو برخو کې د نجونو او ښځو د رغندې ونډې موضوع هم شامله وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، دواړو لورو له افغانانو سره په مستقیم ډول د امریکا د بشري مرستو د رسولو په باب هم خبرې وکړې.

ده وویل، دا سپینې خبرې وې او په مسلکي ډول مخ ته ولاړې او د امریکا پلاوي ټینګار وکړ چې د طالبانو په باب به د دوی د وینا له مخې نه، بلکې د دوی د کړنو له مخې قضاوت کېږي.

په اګسټ میاشت کې له افغانستانه د امریکا د ټولو ځواکونو له وتلو او پر افغانستان د طالبانو د ولکې تر ټینګولو وروسته دا د امریکا او طالبانو ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې وې.

امریکايي چارواکو ویلي چې په قطر کې شوې خبرې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو معنی نه‌لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند تر دغو خبرو مخکې طالبانو ویلي وو چې واشنګټن په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د بشري مرستو په باب موافقه کړې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه غړي سهیل شاهین اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي ول، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ډاډ ورکړی چې دغه ډله اجازه نه‌ورکوي، افراطي ډلې د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د حملې لپاره کار واخلي.

طالبانو د شنبې په ورځ ویلي و چې د امریکا له متحده ایالاتو سره په افغانستان کې په داعش ډلې پورې د تړلو کسانو د حملو د مهارولو لپاره همکاري نه‌کوي.

طالبان ټینګار کوي چې کولای شي په یوازې سر په افغانستان کې د داعش افراطي ډلې په وړاندې مبارزه وکړي.

د داعش ډلې خراسان څانګې په وروستیو کې په افغانستان کې د ځینو خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی چې تر ټولو تازه‌یې د جمعې په ورځ په کندز ولایت کې د شیعه­‌ګانو پر یوه جومات ځانمرګی برید و.

د جمعې په ورځ په کندز ولایت کې د شیعه­‌ګانو پر یوه جومات ځانمرګی برید
د جمعې په ورځ په کندز ولایت کې د شیعه­‌ګانو پر یوه جومات ځانمرګی برید

په هغه پېښه کې شااوخوا ۵۰ کسان ووژل شول او تر ۱۴۰ زیات نور ټپیان شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي چې د دوحې په خبرو کې د امریکایي هیئت په جوړښت کې د بېلابېلو ادارو استازي شامل وو.

په قطر کې د دغو خبرو تر پیل مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په امریکايي پلاوي کې شامل نه‌ وي.

XS
SM
MD
LG