د لاسرسي ځای

تازه خبر

 کام اېر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ الوتنې وځنډول شوې


د کام ایر هوايي شرکت یوه الوتکه
د کام ایر هوايي شرکت یوه الوتکه

کام اېر هوایي شرکت وایي، د پاکستان د پرېکړې له مخې یې د افغانستان او پاکستان ترمینځ الوتنې ځنډول شوې دي.

د کام اېر هوايي شرکت د سوداګرۍ مسوول سلیمان عمر د اکتوبر ۱۰مې پر ماښام مشال رېډیو ته وویل: "له دوو ورځو راهیسې د پاکستان حکومت اطلاع ورکړې چې الوتنې دې تر بل امره بندې وي او هوايي شرکتونه نه‌ شي کولای د افغانستان او پاکستان ترمینځ الوتنې ولري. په تمه یو چې دا محدودیت لیرې شي."

له افغانستان سره د الوتنو د ځنډولو په تړاو د پاکستان سرکاري بیان لا نه دی لیدل شوی.

د دغه محدودیت تر لګېدو وړاندې کام اېر شرکت د اوونۍ درې پروازونه پاکستان ته کول.

یاده دې وي چې کام اېر د سېپټېمبر میاشتې له ۲۱مې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته د اوونۍ درې الوتنې پیل کړې وې او د پاکستان هوايي شرکت (پي‌ ای‌ اې) خپل تجارتي پروازونه افغانستان ته پیل کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG