د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د ليبيا په شخړو کې ښکېلو تړون لاسلیک کړی


د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبیش وویل چې دا تړون "د لیبیا د خلکو مهمې غوښتنې ته ځواب دی. (انځور: ارشیف)
د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبیش وویل چې دا تړون "د لیبیا د خلکو مهمې غوښتنې ته ځواب دی. (انځور: ارشیف)

د ملګرو ملتونو مرکچيانو ويلي چې د ليبيا په شخړو کې مقابلو خواوو له هېواد څخه د بهرنيو جنګياليو او د کرايي پوځيانو د اېستلو په اړه لومړنی تړون لاسليک کړی دی.

د ملګرو ملتونو ماموريت د اکتوبر پر نهمه وويل چې په جینیوا کې د ملګرو ملتونو له خوا د درې ورځنیو خبرو په پای کې د لسو غړو ګډ نظامي کمیسیون چې د هر اړخ پنځه استازي پکې شامل وو، د "تدریجي او متوازن" وتلو تړون لاسلیک کړ.

د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبیش وویل چې دا تړون "د لیبیا د خلکو مهمې غوښتنې ته ځواب دی او یو مثبت حرکت رامینځته کوي چې باید د یو باثباته او ډېموکراټیک پړاو پر لور پرمخ ولاړ شي."

په لیبیا کې د ناټو په ملاتړ يوه لسيزه مخکې د پاڅون په نتيجه کې د اوږدې مودې پوځي واکمن معمر قذافي له واکه ليرې کړل شو خو له هغه راهيسې دا هېواد له شخړو او ګډوډۍ سره مخامخ دي.

په هغه هېواد کې ختیځ او لویدیځ مېشته حکومتونه راپورته شول چې هر یو ته د مختلفو بهرنیو او وسله والو ډلو ملاتړ ترلاسه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG