د لاسرسي ځای

تازه خبر

د واڼه - برمل لار دې پرانیستل شي: سوداګر


د جنوبي وزیرستان یو سیمه
د جنوبي وزیرستان یو سیمه

د جون پر ۲۴مه نېټه د جنوبي وزیرستان د سوداګرو ټولنې مشران او دوکانداران وايي چې د انګور اډې لار تړل کېدو له کبله د واڼه او برمل ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې ده.

له مشال راډیو سره په خبرو ګې دوی وویل چې د واڼه بازار کاروبار نيم په نيمه کم شوی دی.

د واڼه سوداګرو اتحاديې مشر سرادار علي خان وايي، د لار بندېدنې دوی له زښت اقتصادي زيان سره مخامخ کړي دي.

نوموړي زياته کړه، د سيمې لويه اقتصادي تکيه د واڼه او برمل ترمنځ پر کاروبار او سوداګري ده چې تازه ميوې او سبزي يې لویه برخه جوړوي.

سوداګر وايي، د ميوې او سبزي فصلونه رسېدلي خو د لار بندېدو له کبله هغه په پټيو يا ګاډو کې ورستېږي.

د پاکستان حکومت د مارچ په مياشت کې په دې هېواد کې د کورونا وايرس تر خپرېدو وروسته له افغانستان سره ټولې تجارتي لارې تړلې وې. خو وروسته يې د تورخم، چمن-بولدک او غلام خان لارې خلاصې کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG