د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو له تاجکستان سره په پوله کې تاجک وسله والو ته نوي پوځي ګا‌ډي او وسلې ورکړې


د تاجکستان پوځیان له پلازمېنې دوشنبې بهر په یوه اډه کې د چمتووالي پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۲۲مې انځور.
د تاجکستان پوځیان له پلازمېنې دوشنبې بهر په یوه اډه کې د چمتووالي پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۲۲مې انځور.

د افغانستان په شمال او تاجکستان کې سرچينو ويلي‌چې طالبانو له تاجکستان سره په سرحد کې تاجک وسله والو ته په تېرو دوو اونيو کې نوي پوځي ګا‌ډي، وسلې او تجهیزات ورکړي دي.

په همدې حال کې دواړو خواوو په خپلو خپلو سرحدونو کې اضافي سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

سرچينو ازادې اروپا رېډيو ته د اکتوبر پر څلورمه دا هم ويلي چې طالبانو اويغور جنګیالي له چين سره د افغانستان له لنډې سرحدي سيمې څخه ليري کړي دي.

د تاجکستان د سرحدي خدماتو يو چارواکي ويلي‌چې د افغانستان په بدخشان ولايت کې تاجک وسله وال اوس د امريکايي جوړو وسلو،ګاډو او هموي موټرو سره ليدل کېږي.

ځينو یې امريکايي‌ جنګي جامې اغوستې وي. په دغه ولايت کې مېشته، د افغان پوځ يو پخواني افسر هم دا تور تاييد کړی دی.

تاجک چارواکي چې له رسنيو سره د خبرو اجازه یې نه درلوده، د نوم نه خپرولو په شرط زیاته کړي هغه وسله والو چې پخوا به ورسره کلاشنکوفونه او زاړه پيک اپ موټرې وي، په تېرو دوه اونیو کې نوي تجهيزات تر لاسه کړي دي.

فکر کېږي چې دغه نوي تجهيزات طالبانو له افغان ملي پوځ څخه په افغانستان کې د دوی په هغو چټکو کارروايانو کې نيولي چې د اګست په نيمايي کې یې د دې سختدريځې اسلامي ډلې له خوا د کابل په نيولو سره پای ته ورسېدې.

تاجک او افغان سرچينې باور لري چې له تاجکستان سره تعلق لرونکي ۲۰۰ وسله وال د سرحد په اوږدو کې میشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG