د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر غلام خان بندر د کسټم کليرینګ ايجنټانو ستونزې


کسټم کليرنګ ايجنټانو ترڅو ساعتونو تجارت لپاره د غلام خان بندر لاره بنده کړی وه. 
کسټم کليرنګ ايجنټانو ترڅو ساعتونو تجارت لپاره د غلام خان بندر لاره بنده کړی وه. 

د شمالي وزیرستان غلام خان بندر کسټم کليرینګ ايجنټانو د سېپټېمبر پر ۱۹مه ترڅو ساعتونو د تجارت لپاره بند کړی وو.

دوی تجارتي ګاډي په بندر درولي ول او غوښتنه يې کوله چې په یاد بندر دې ورته حکومت له ژمنو سره سم ټول سهولتونه برابر کړي.

د اتحاديې مرستيال صدر همايون خان مشال راډيو ته وويل په بندر د انټرنیټ ستونزې له وجې مال وړونکي ګاډي تل ځنډېږي.

"په تجارت کولو کې له ځینو نورو ستونزو سره هم مخ دي خو دا وخت تر ټولو غټه ستونزه ورته د انټرنېټ ده. کسټم اهلکار مال وړونکي ګاډي تر هغو نه کليروي چې په انلاين توګه يې ډيټا پاس نه شي خو د انټرنېټ رفتار ډېر ورو دی او ګاډي يې پر وخت نه کليرېږي چې له وجې د سبزيو او مېوو ګاډي په ورځو ورځو ولاړ وي او له تاوان سره مخامخېږي."

همايون خان زياتوي یا خو دې حکومت د انټرنېټ رفتار تېز کړي یا دې د مالونو معاينه زر کولو وروسته کليرنس ورکوي چې له ځنډ سره نه مخامخېږي.

د کسټم کليرنګ ايجنټانو د احتجاج او ورپيښو ستونزو په اړه د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان د سيپټمبر پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د انټرنېټ ستونزه به په ورځ دوو کې هواره کړي او په بندر يې عمله هم زياته کړې ده.

نوموړی وايي "د اګست په میاشت کی به په ورځ کی ۱۵۰ پورې ګاډي له بندره تېرېدل خو اوس دغه شمېره شاوخوا ۵۰۰ ته رسېدلې ده. د شمېر زياتېدو له وجې څه ستونزې رامخې ته شوې وې خو زموږ کوښښ دی چې د ګڼو سهولتونه په ورکولو سره تجارت نور هم زيات شي."

غلام خان بندر د افغانستان او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د تجارت تر ټولو نېزدې لاره ده. په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب عملیاتو سره دغه لاره تړل شوې وه چې له ۲۰۱۸ز کال وروسته پرې په لږه پیمانه د افغانستان او پاکستان سوداګري پیل شوه خو د روان کال په اپريل مياشت کې دا لار د ټرانزیټ‌ټرېډ لپاره پرانیستل شوه.

د کسټم کليرینګ ايجنټانو اتحاديې جنرل سېکرېټري اعجاز انور وايي، له انتظاميې،نیشنل لاجسټک سېل (اېن اېل سي) او امنېتي ځواکونو خواست کوي چې د تجارت د پرمختګ لپاره دې ورته اسانتياوې ورکړي.

"موږ له ضلعي انتظاميې، پوځي مشرانو، اېن اېل سي او نورو متعلقه ادارو سره په بیا بیا ناست یو او د مسلو د حل کولو ژمنې يې راسره کړې وي، خو لا يې هم غوښتنې نه دي منل شوي او سهولتونو د نشتوالي له وجې زموږ په کاروبار ډير اغېز پريوتی نو ځکه په احتجاج مجبوره شو او بندر مو بند کړو چې حکومت زموږ لپاره اسانتياوې برابرې کړي."

کسټم ایجنټانو او سوداګر په تېرو وختونو کې هم په غلا خان بندر د سهولتونو د نشتوالي شکایتونه کړي، او وايي چی د خوست او شمالي وزیرستان ترمینځ غلام خان بندر په رسمي توګه د افغانستان او پاکستان د ټرانزيټ ټرېډ يوه لار ګرځول شوې نو حکومت له پکار دي چې افغانستان سره تجارت زياتولو لپاره نه صرف دوی ته ورپېښې ستونزې هوارې کړي بلکه بنيادي سهولتونه ورکولو سره اسانتياوې دې هم ورته برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG