د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باړې کې عملیات، خلک بې کوره او ځپل شوي


د لشکر اسلام وسله والې ډلې مشر منګل باغ.
د لشکر اسلام وسله والې ډلې مشر منګل باغ.
فرهاد شینواری، مشال راډیو

لواړګی
- د قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ په باړه تحصیل کې له ۲۰۰۹ز کال د نومبر له ۲۴مې راهیسې د وسله والې ډلې لشکر اسلام پر ضد پیل شوي عملیات لا هم روان دي.

د لشکر اسلام د ډلې مشري منګل باغ کوي.

د باړې د سیمې خلک وايي چې شا و خوا دوه کاله وشول چې په دې سیمه کې د پاکستاني پوځ لخوا عملیات شوي دي خو لا تر دې دمه یې هیڅ نتیجه نه ده لرلې.

دوی وايي اوس هم په سیمه کې ګرځ بندیز دی. دلته د امنیتي سرتېرو او وسله والو تر منځ نښتې روانې دي.

خلک وايي ټول ښوونځي، روغتونونه او د سوداګرۍ مرکزونه په کې تړلي پراته دي، او د هدفي وژنو او د سرکاري ودانیو د ورانولو لړۍ هم روانه ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د نا امنیو له کبله په زرګونه خلک بې کوره شوي دي.

د کډوالو لپاره کار کوونکې د ملګرو ملتونو اداره یو این ایچ سي آر وايي، تر اوسه یواځې د جلوزو په کیمپ کې د باړې له ۶۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ رجسټرډ شوې دي.

د یو این ایچ سي آر له وینا سره سم، په باړه کې پر کورونو د توغندیو د ورېدو د پېښو له کبله لا هم نور خلک خپلو کډو وړلو ته اړ شوي دي.

د سیمې یوه مشر ملال اپریدي مشال راډیو ته وویل: ((په باړه کې پوځي عملیات روان دي. نه په کې ګاډي شته، نه ټرانسپورټ شته. لارې بندې دي، او څوک چرته تګ راتګ نشي کولای. او نه ورته خوراکي توکي ملاوېږي، نه ډاکتر شته او نه دوايي؛ او که پېښور ته راشې نو پولیس یې هم تنګوي.))

دی وايي، هیڅ نه پوهېږي چې له دې اوږدو عملیاتو به څه جوړ شي؟

د باړې یو بل کس، قاسم اپریدی وايي، په سیمه کې یې د مارټر د ګولیو باران دی.

په ۲۰۰۹ کې تر عملیاتو پیلېدو مخکې د لشکر اسلام ډلې پک اپ ګاډي

دی وايي: (( یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوړېدلې ده. او ډېری کسان ګوډ او معذوران شول، کاروبارونه یې ختم شول، بې روزګاري په کې زیاته شوه.))

دی وايي له چارواکو غوښتنه کوي چې دا عملیات دې اوس بند کړي.

په باړه کې له مودې راهیسې د روانو عملیاتو په اړه کار پوه برېګېډییر ریټایرډ سعد محمد خان وايي چې دا ډېر کمزوري عملیات دي او چارواکي یې له زړه نه کوي.

دی وايي، که داسې نه وای نو له باړې د وسله والو ختمول ((لویه خبره نه وه.))

د برېګېډییر سعد په خبره: ((د باړې په شان یې سواته هم، همدا رنګ پرېښې وو، او چې کله طالبان د بونیر او تر اسلام اباده ور نېږدې شول نو د هغې نه پس یې په سوات کې صحیح عملیات وکړل. او څه ۷۰، ۸۰ فیصده کامیابي یې تر لاسه کړه. او دا ډېر ظلم دی چې د باړې خلک یې پرېښي دي او څوک یې غم نه کوي.))

د روانو پوځي عملیاتو په اړه د مشال راډیو په رابطې کولو، د خیبر اېجنسۍ پولیټیکل چارواکو او د پوځ د عامه اړیکو دفتر له څه ویلو ډډه کړې ده.
XS
SM
MD
LG