د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر: د ړنګو شويو کورونو د معاوضې ورکولو لړۍ بيا پیل شوې


په جنګونو او عملیاتو کې د باړې بازار هم له منځه تللی و. دا سکرین شاټ له یوې وېدیو اخېستل شوی.
په جنګونو او عملیاتو کې د باړې بازار هم له منځه تللی و. دا سکرین شاټ له یوې وېدیو اخېستل شوی.

د خیبر چارواکي وايي، د باړې د اکاخېلو قام د ورانو شويو کورونو سروې بشپړه شوې او اوس هغوی کولی شي، د ګوتو د تصدیق لپاره د جولای پر پينځمه او شپږمه په پېښور کې د ډېپټي کمېشنر دفتر ته ځانونه ورسوي.

په خیبر هاوس کې د پرمختیا او بحالۍ څانګې یو چارواکي سلمان خان د جولای پر درېیمه مشال راډیو ته وویل:

"په سملاسي ډول د اکاخېلو قام د ۳۰۰ کسانو د کورونو پیسې راغلي دي، دا پیسې به له تصدیق وروسته د جولای پر اوومه په یو تقریب کې پر خلکو وېشل کېږي."

نوموړی وايي، دا چې په ملک کې د کورونا وبا خپره ده، نو هغوی ډېری خلک نه شي راغوښتی، ګنې د نورو قامونو د ړنګو کورونو د معاوضې پیسې هم هغوی ته رسېدلي دي کومې چې به په مناسب فرصت کې پر خلکو ووېشل شي.

بل پلو، ځايي خلک وايي، د حکومت په دې اقدام خوشحاله دي خو د مرستو د رسولو پروسه ډېره ورو پر مخ روانه ده نو حکومت یې باید چټکه کړي.

د متاثره شويو کسانو د یوې ټولنې افریدي ریلیف کمېټۍ مشر معروف افریدي د جولای پر درېیمه مشال راډیو ته وویل:

"دا بهیر ډېر ورو پر مخ ځي، اوس هم د ډېرو قامونو د ړنګو کورونو سروې نه ده شوې او هغوی په ویجاړو کورونو کې شپې سبا کوي نو حکومت ته پکار ده چې دا پروسه تېزه کړي."

بل پلو د خیبر مرستیال کمېشنر ولي خان د جولای پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، د باړې او تیرا د ټولو قامونو د وېجاړو شويو کورونو سروې روانه ده او خلک به زر مرستې ترلاسه کړي.

"تر دې پروګرام لاندې په تېرو پينځو کلونو کې لږ تر لږه ۱۰ زرو کورنیو ته د هغوی د ړنګو شويو کورونو معاوضې ورکول شوي چې درې اربه ۱۱ کروړه او ۴۸ اربه روپۍ جوړېږي."

نوموړی وايي، مکمل وران شوي کور ته څلور لاکه او نیم وران شوي کور ته یو لاک او ۶۰ زره روپۍ معاوضه ورکول کېږي.

د خیبر چارواکي وايي، د یوې اندازې ترمخه په تیرا او باړه کې د جنګ او عملیاتو له وجې څه د پاسه ۲۰ زره کورونه ویجاړ شوي وو.

XS
SM
MD
LG