د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان رجسټر افغان کډوالو ته سمارټ کارډونه ورکوي


پاکستاني حکومت او یو اېن اېچ سي ار لسګونه زره کډوال په ۲۰۱۷ز کال کې رجسټر کړل. انځور - ارشیف
پاکستاني حکومت او یو اېن اېچ سي ار لسګونه زره کډوال په ۲۰۱۷ز کال کې رجسټر کړل. انځور - ارشیف

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره (يو اېن اېچ سي ار) وايي، سږ کال د اپرېل له میاشتې راهیسې په پاکستان کې ميشت پینځه لکو رجسټر افغان کډوالو ته د تصديق وروسته د پروف اف رجسټرېشن (پي او ار) کارډونو پرځای سمارټ کارډونه ورکړي.

د سمارټ کارډونو ورکولو دغې پروسې پيلولو پر وخت يو اېن اېچ سي ار ويلي ول چې په پاکستان کې د وګړو د ثبت او مالوماتو ادارې (نادرا) په مرسته به په شپږو مياشتو کې په هغه هېواد کې ميشتو شاوخوا ۱۴ لکه رجسټر افغان کډوالو ته د تصديق وروسته نوي سمارټ کارډونه ورکوي. خو شاوخوا شپږ مياشتې تېرېدو باوجود تراوسه له ۳۵ فيصده زياتو رجسټر کډوالو تصديق شوي او نور لاهم پاتې دي.

په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياند قيصرخان اپرېدی د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د کورونا وبا له وجې دا پروسه لږه د ځنډ ښکار شوه خو کوښښ يې دې چې د روان کال تر پایه ټول رجسټر کډوالو ته د تصديق وروسته سمارټ کارډونه ورکړي.

په پاکستان کې میشت افغان کډوال. انځور - ارشیف
په پاکستان کې میشت افغان کډوال. انځور - ارشیف

نوموړی وايي، د نويو سمارټ کارډونو له لارې دوی بانکي حسابونه پرانېستلای شي، د تعليم او روغتيا اسانتياوو ته لاسرسی لرلای شي.

اپرېدی زیاتوي: "په پاکستان کې د راجسټرډ افغان کډوالو معلومات له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې نه وو تازه شوي. اوس به دغه معلومات نوي او تصديق شي. بيا چې هر وخت د پاکستان او افغانستان حکومتونه د دوی په اړه يو پلان جوړوي، نو اساني به ورته پيدا شي."

د يو اېن اېچ سي ار په وينا، د دغه ۱۴ لکه رجسټرډ کډوالو د نومليکنې او کارډونو ترلاسه کولو لپاره يې په پاکستان کې ۴۰ مرکزونه پرانېستلي دي چې پکې تر ټولو زيات په خيبر پښتونخوا کې دي.

'پاکستان حکومت دې له افغان کډوالو سره سم چلند وکړي'

د کډوالو نړيواله ورځ: پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند څنګه دی؟

د کډوالو نړيواله ورځ: پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند څنګه دی؟

بلخوا په پاکستان کې ميشت يو شمېر کډوال بيا د نومليکنې دغه بهیر ستونزمن يادوي.

د اسلام اباد د ای ۱۲ کېمپ يو مشر ملک حميد خان مشال راډیو ته وويل، د زيات رش له وجې سږ کال په نومبر مياشت کې ورته وخت ورکړی شوی چې تصديق لپاره دې ټاکل شوي سېنټر ته ورشي نو د کارډونو ورکولو پروسه ډېره په قلاره روانه ده.

دی وايي: "زه چې د دې کېمپ يو مشر يم تراوسه زما تصديق نه دې شوې نو اندازه وکړۍ چې نورو نمبر به کله راځي. نادرا او يو اېن اېچ سي ار له پکار دي چې ژر تر ژره دې خلکو ته کارډونه ورکړي."

خو په پېښور کې د افغان کمشنرېټ مشر عباس خان د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د کډوالو دې ستونزو ته په کتو سره فيصله يې کړې چې هر تن دې خپل ټاکل شوي سېنټر ته ورځي او هغلته به ورته د تصديق لپاره نېټه ورکوي.

پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټرډ افغان کډوال ژوند کوي چې ۳۰ سلنه يې په کېمپونو کې اوسيږي.
پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټرډ افغان کډوال ژوند کوي چې ۳۰ سلنه يې په کېمپونو کې اوسيږي.

عباس خان وايي:"لومړی به رجسټر کډوالو وخت اخېستو لپاره مخصوصو نمبرو ته زنګ وهلو او زيات رش له وجې به يې ټېلېفونونه نه ملاوېدو نو دوی به له پروسې شکایت کوو خو اوس ورته د ټېلېفون کولو ضرورت نه شته بلکې دوی دې خپلو متعلقه سېنټرو ته ورځي هغوی به ورته نېټه ورکوي او دوی دې د تصديق لپاره بيا پر هغه نېټه ورځي."

له يو اېن اېچ سي ار سره د رجسټر کډوالو پرته هم په پاکستان کې نېږدې ۱۴ لکه افغان کډوال مېشت دي چې پکې شاوخوا نهه لکه په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ز کال کې نادرا او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې په ګډه سره رجسټر کړل.

خو د پاکستان سرحدي او قبايلي چارو وزارت (سېفران) بیا وايي، پاتې تر پنځو لکو پورې نارجسټر کډوال هم په هغه هېواد کې اوسېږي.

پاکستان په تېرو وختونو کې څوځلي افغان کډوال بيرته خپل هېواد ته د استولو اعلان کړی وو خو دا پريکړې هېڅکله هم نه ده عملي شوي او د بیرته استولو لپاره ټاکل شوي مهلتونه تل غځول شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG