د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د نړۍ هېوادونو ته د کورونا ۵۰۰ میلیونه نور واکسین ورکوي


د امریکا له تازه ژمنې سره، د امریکا له لوري د واکسینو شمېر ۱،۱ اربه خوراکه ته رسېدلی چې د نړۍ د نورو ټولو هېوادونو د مجموعي ژمنو پرتله زیات دی.
د امریکا له تازه ژمنې سره، د امریکا له لوري د واکسینو شمېر ۱،۱ اربه خوراکه ته رسېدلی چې د نړۍ د نورو ټولو هېوادونو د مجموعي ژمنو پرتله زیات دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی دی چې هغو هېوادونو ته به د کووېډ-۱۹ ۵۰۰ میلیونه نور واکسین ورکوي چې د وبا په کنټرولولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

دا خبره نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۲مه د کورونا وایرس جهاني وبا په اړه د نړیوالو مشرانو غونډې ته په وینا کې کړې.

بایډن له سپینې ماڼۍ څخه انلاین غونډې ته په وینا کې وویل، دا یو داسې بحران دی چې د هواري لپاره یې باید ټول هېوادونه لا زیات کار وکړي.

ده وویل:"امریکا به اوس هغسې د واکسینونو په زېرمتون بدله شي لکه تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې د ډېموکراسۍ په مرکز بدله شوې وه."

د بایډن له تازه ژمنې سره، د امریکا له لوري د واکسینو شمېر ۱،۱ اربه خوراکه ته رسېدلی چې د نړۍ د نورو ټولو هېوادونو د مجموعي ژمنو پرتله زیات دی.

بایډن وویل، تر اوسه یې ((۱۰۰ هېوادونو ته ۱۶۰ میلیونه خوراکه)) واکسین استولي دي. تازه اعلان شوي ۵۰۰ میلیونه واکسینه به د فایزر شرکت وي او بې وزله او متوسط اقتصاد لرونکو هېوادونو ته به لېږدول کېږي.

پر شتمنو هېوادونو انتقاد کېږي چې په داسې حال کې چې د نړۍ ډېرۍ برخې د واکسینو له سخت کمښت سره مخامخ دي، هغوی د خپلو لوړ عمر لرونکو او د ناروغۍ له زیات خطر مخامخ وګړو ته د واکسینو د اضافي خوراک ورکولو پلان لري.

په افریقا کې یوازې ۵ فیصده خلکو ته د واکسینو رسېدل ممکن دي. تر اوسه په نړۍ کې د واکسینو پینځه نیم اربه خوراکه ورکړل شوي دي چې پکې ۸۰ فیصده په شتمنو، پرمختللیو او لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو کې کارول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG